د خېبر پښتونخوا صوبائي اسمبلۍ كښې شهيدانو لپاره لاس نيوه وشوه

پېښور 01 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ غونډه د جمعې په ورځ د سپيكر بابر سليم سواتي په مشرۍ كښې شوې٬ په دې موقع د ايوان روان سېشن لپاره په پينل آف چيئرمېن كښې د ميا محمد عمر،تاج محمد ترند، رياض خان، محمد اعجاز نامې اعلان كړې شوې٬ د غونډې په مهال د اپوزيشن ليډر ډاکټرعباد اللہ په استدعا په ايوان كښې د اېم پي اے عبدالمنعيم خان ورور، سېلاب او د ترهګرۍ په تنيجه كښې د شهيدو شوو لپاره لاس نيوه وشوه۔