بلوچستان كښې د پاكستان بېت المال دفترونه د فعاله كولو مقصد د اولس ګېلې ختمول دي٬ سيد عمران احمد شاه

كوئټه۔ 1 اګست(اےپي پي) د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئېلي دي په بلوجستان كښې د پاكستان بېت المال دفترونه د فعاله كولو مقصد د اولس ګېلې لرې كول دي۔ كوئټه كښې د پاكساان بېت المال د تعليم٬ صحت او سماجي كارونو د نېټ ورك پراختيا سره به د بلوچستان د محرومۍ احساس لرې كولې شي۔ دا خبره ده په كوئټه كښې د بېت المال بلوچستان ډائرېكټر محمد داود د اړخه په وركونكې محكمانه برېفننګ په مهال وكړه۔ وفاقي وزير ووئېل د پرېشانه او د ستونزو سره د مخ وګړو په مخ خندا راسوتل او د يتيمانانو او كونډو به كفالت كولو مونږ په دنيا او آخرت كښې كاميابېدے شوو۔ په دې مهال برېفننګ كښې محمد داود وفاقي وزير ته ووئېل په بلوچستان كښې په تېرو 3 كلونو كښې 2505 غريبانانو رنځورانو ته د درملنۍ لپاره 286758601 روپۍ ٬ 1089 مستحق زده كوونكو ته د وظائفو په مدد كښې 30 ملېن روپۍ وركرې شوي دي۔ دغسې د كوئټه پشمول ټوله صوبه كښې د پاكستان بېت المال 23 ووېمن اېمپاورمنټ سېنټرز كښې 50 زره مېرمنو ته فني مهارت ښودلے شوے دے۔ هغه ووئېل د پاكستان بېت المال تر سېوري لاندې 14 چائلډ لېبر سكولونو څخه 4022 ماشومانو تعليم تر لاسه كړے او د يتيمانانو لپاره تربت٬ كوئټه٬ خاران او ژوب كښې جوړو سويټ هومز كښې 400 يتيمانان ماشومان زده كړې تر لاسه كوي۔ چاته چې د تعليم سره د خوراك او استوګنې اسانۍ هم وركړې كېږي۔