جمشېد دستي كېس٬ لاهور هائي كورټ په اين اے 175 د ضمني ټاكنو شېډول معطل كړو

لاهور۔01 اګست (اےپي پي) لاهور هائي كورټ د قامي اسمبلۍ پخواني غړي جمشېد دستي د الېكشن كمېشن د اړخه د نااهلې خلاف دائر درخواست باندې تحريري حكم جاري كولو سره په قامي اسمبلۍ اين اے 175 د ضمني ټاكنو شېډول معطل كړو ۔ چيف جسټس لاهور هائي كورټ جسټس مس عاليه نيلم په مشرۍ كښې درې كسيز بنچ د جمعې په ورځ د تېر سماعت حكم نامه جاري كړه۔ تحريري …

لاهور۔01 اګست (اےپي پي) لاهور هائي كورټ د قامي اسمبلۍ پخواني غړي جمشېد دستي د الېكشن كمېشن د اړخه د نااهلې خلاف دائر درخواست باندې تحريري حكم جاري كولو سره په قامي اسمبلۍ اين اے 175 د ضمني ټاكنو شېډول معطل كړو ۔ چيف جسټس لاهور هائي كورټ جسټس مس عاليه نيلم په مشرۍ كښې درې كسيز بنچ د جمعې په ورځ د تېر سماعت حكم نامه جاري كړه۔ تحريري حكم تر مخه عدالت د الېكشن كمېشن آف پاكستان د اړخه په 14 جولائي جاري كړے د انتخابي شېډول نوټېفېكشن معطل كړے دے۔ عدالت دا ووئېل په درخواست كښې مهم قانوني نكات او عدالتي اختيار په اړه پوښتنې شوي دي۔ دغسې عدالت الېكشن كمېشن ته نوټس جاري كولو سره آټارني جنرل ته هم د آئين ارټېكل 27 اے تر مخه نوټس جاري كړے دے ۔ دغسې عدالت لا سماعت تر 10 ستمبر ځڼډولے دے

مزید خبریں