پېښور ۔ 31 جولائی (اے پی پی) آؤټ آف سكول ماشومان سكولونو ته راوستلو لپاره د خيبر پښتونخوا حكومت مهم ګام پورته كولو سره د برېتانوېي حكومت پرمختيائي ادارې اېف سي ډي او په مرسته د علم پېكټ پروګرام پېل كړے دے۔ د وزیراعلی هاؤس پېښور له مخې د پروګرام د پېل كولو دستوره په وزيراعلی هاؤس پېښور كښې وشوه۔ د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور په دستوره …
آؤټ آف سكول ماشومان سكولونو ته راوستلو له د خيبر پښتونخوا حكومت مهم اقدام ٬ علم پيكټ پروګرام پېل كړے شو

مزید خبریں
پېښور ۔ 31 جولائی (اے پی پی) آؤټ آف سكول ماشومان سكولونو ته راوستلو لپاره د خيبر پښتونخوا حكومت مهم ګام پورته كولو سره د برېتانوېي حكومت پرمختيائي ادارې اېف سي ډي او په مرسته د علم پېكټ پروګرام پېل كړے دے۔ د وزیراعلی هاؤس پېښور له مخې د پروګرام د پېل كولو دستوره په وزيراعلی هاؤس پېښور كښې وشوه۔ د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور په دستوره كښې خاص مېلمه ؤ۔ د ابتدائي زده كړو صوبائي وزير فېصل ترکئی، کنټري ډائرېکټر برټش کونسل جېمز هېمپسن، د ابتدائي او ثانوي زده كړو او د همكار ادارو استازو هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ وزيراعلی علي امين خان ګنډا پور د علم پېكټ پروګرام باضابطه پرانسته وكړه۔ په علم پېکټ پروګرام د اېف سي ډي او په مرسته د برټش کونسل د لارې عملدرآمد كولې شي۔ دې پروګرام څخه به د صوبې په 8 ضلعو كښې آؤټ آف سکول 80 زره ماشومان مستفيد شي۔ په دې ضلعو كښې بټګرام ، مانسهرہ، صوابۍ، بونېر، شانګله ، خېبر ، مومند او ډي آئي خان شاملې دي۔ د پروګرام لاندې په دې ضلعو كښی د آوټ آف سکول كوچنيانو سكولونو ته راوستلو او د زده كړو معيار ښه كولو له اقدامات كولې شي۔ د ټاكلو ضلعو سكولونو كښی استاذانو ته عصري تربيه وركولو له د ماسټر ټرېنرز تياري هم د دې په فعاليتونو برخه ده۔ په علم پېکټ پروګرام كښی به د بې وزله ٬ خصوصي كوچنيانو او اقليتي كميونټۍ كوچنيانو زده كړو ته خاص پاملرنه كولې شي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعلی د علم پېکټ پروګرام اجراء په ممكن كولو د ټولو همكارانو مننه وكړه۔ ده ووئيل زمونږ د حكومت مشن ماشومانو ته يوازې تعليم وركول نه بلكې معياري تعليم وركول دي۔ ده ووئيل د روان كال لپاره هدف مقرر كړے شوے چې هر يو ماشوم ته دې سكول كښې يو مېز او جوكۍ وركړې شي۔ ده ووئيل د تېر يو كال په مهال 13لكه آؤټ آف سكول ماشومان سكولونو ته راوستلې شوي او سږ كال به نور 10 لكه ماشومان سكولونو كښې داخل كړې شي۔ ده ووئيل په سركاري سكولونو كښې كوچنيانو ته د وېړيا كتابونو سره سره د وېړيا اسټېشنرۍ او د سكول بستطو وركولو منصوبه هم پېل كوو۔ ده ووئيل د مېرټ په بنياد د 18 زره استاذانو د بهرتي كولو عمل روان دے









