کوئټه 30 جولائی (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو او سماجی تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاه وئيلي دي بلوچستان كښې مېشته وګړي زما زړه ته نزدې دي، سوكاله بلوچستان د پاکستان د پرمختګ ضامن دے۔د محمد نواز شریف او وزیرعظم پاکستان میاں شهباز شريف وژن له مخې بلوچستان څخه د غريبۍ ختمولو او پرمختګ او سوكالۍ راوستو ته پام لرنه كوو٬ د غريبۍ كرخي څخه لاندې ژوند كوونكو …
بلوچستان كښې مېشته وګړي زما زړه ته نزدې دي، سوكاله بلوچستان د پاکستان د پرمختګ ضامن دے۔وفاقی وزیر عمران احمد شاه
کوئټه 30 جولائی (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو او سماجی تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاه وئيلي دي بلوچستان كښې مېشته وګړي زما زړه ته نزدې دي، سوكاله بلوچستان د پاکستان د پرمختګ ضامن دے۔د محمد نواز شریف او وزیرعظم پاکستان میاں شهباز شريف وژن له مخې بلوچستان څخه د غريبۍ ختمولو او پرمختګ او سوكالۍ راوستو ته پام لرنه كوو٬ د غريبۍ كرخي څخه لاندې ژوند كوونكو د ژوند معيار ښه كول زمونږ فرض دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده بے نظیر انکم سپورټ پروګرام د اړخه بریفنګ نه پس ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د بلوچستان د بسپ ډی جی ډاکټر جلال فیض،ډپټی دائریکټر منیر احمد ، اسسټنټ ډائر یکټر رضا محمد سومرواسسټنټ کمشنر ثنا بړیچ او نور هم موجود وو۔وفاقی وزیر سید عمران احمد شاه ووئيل وګړي هنر منده جوړولو او صوبه د پرمختګ پلو روانول مهم دي ٬ ځوانانو د هنر وركولو سره په خپلو پښو اودرولې كيږي او د وزیراعظم محمد شهباز شر یف مننه كوم چې هغه په ما باور کړے او زه د هغه د هيلو پوره كولو هڅي كوم وفاقي وزیر ووئيل د خدمت خلق په جذبه لرلو د انسانیت خدمت کولو سره په غريبۍ قابو موندلے كيدے شي ۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزیر ته د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام ډائریکټر جنرل ډاکټر جلال فیض په بلوچستان كښې د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام د اړخه پېل شوو پروګرامونو په اړه تفصیلي بریفنګ وركړو۔











