كوِئټه۔ 30 جولائي (اےپي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي د يو رېټائرډ افسر مراد محمد مري د تقررۍ په اړه د خبرونو او د اولسي ګيلو نوټس اغستو سره د معاملې د پلټنو كولو امرے كړے دے۔ مراد محمد مري ته د تحصيلدار كچلاك سره د تحصيلدار سېټلمنټ آفس كوئټه اضافي چارج وركولو په اړه د بېلو حلقو څخه شكونه او شبهات رامخې ته شوي وو۔د بلوچستان حكومت …
د بلوجستان وزيراعلې د رېټائرډ افسر بيا تقررۍ د خبرونو نوتس واغست٬ د پلټنو كولو امر
كوِئټه۔ 30 جولائي (اےپي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي د يو رېټائرډ افسر مراد محمد مري د تقررۍ په اړه د خبرونو او د اولسي ګيلو نوټس اغستو سره د معاملې د پلټنو كولو امرے كړے دے۔ مراد محمد مري ته د تحصيلدار كچلاك سره د تحصيلدار سېټلمنټ آفس كوئټه اضافي چارج وركولو په اړه د بېلو حلقو څخه شكونه او شبهات رامخې ته شوي وو۔د بلوچستان حكومت وياند شاهد رند تر مخه وزيراعلې د اختيارات ممكنه ناسمه اختيارات او د قواعد و ضوابطو نه اخوا د كړې تقررۍ پلټڼو له چيف منسټر انسپېكشن ټيم ته هدايات جاري كړې دي ۔ هغوي ته امر شور چې په يوه اوونۍ كښې راپورټ وزيراعلې ته وړاندې كړي دغسې جې د قانون تر مخه كاروائي وكړې شي ۔ د وزيراعلې ښكاره امر تر مخه بورډ آف ريونيو بلوچستان سمدستي د كاروائي كولو سره د مراد محمد مري د تقررۍ په حقله په 29 جولائي 2025 جاري نوټېفېكشن منسوخ كړے دے۔











