د بلوچستان ھغه څېره نړۍ ته ورمخئ ته كوو په كومه چې مونږ وياړ لرو۔ د تعليم وزيره وجيهه قمر

کوئټه 30 جولائي (اے پي پي) د تعليم دوهمې وزېرې وجيهه قمر وئيلي دي د بلوچستان ھغه څېره نړۍ ته ورمخئ ته كوو په كومه چې مونږ وياړ لرو٬ نننۍ ورځ د بلوچستان د اولس د اختيارمنده كولو د لمانځلو ورځ ده۔ وجيهه قمر دا خبرې په زراعت كښې د مېرمنو ليډرشپ او جديديت په عنوان دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دې ووئيل پاكستان به ھغه وخت ترقي وكړي …

کوئټه 30 جولائي (اے پي پي) د تعليم دوهمې وزېرې وجيهه قمر وئيلي دي د بلوچستان ھغه څېره نړۍ ته ورمخئ ته كوو په كومه چې مونږ وياړ لرو٬ نننۍ ورځ د بلوچستان د اولس د اختيارمنده كولو د لمانځلو ورځ ده۔ وجيهه قمر دا خبرې په زراعت كښې د مېرمنو ليډرشپ او جديديت په عنوان دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دې ووئيل پاكستان به ھغه وخت ترقي وكړي كله بلوچستان ترقي وكړي او كله چې ځائي مېرمنې او يوتھ امپاور كښې شي۔ وزيرمملكت ووئيل د تعليم وفاقي وزارت سره د وظيفائي تربيې څانګه هم ده٬ د اېن اېف سي اېوارډ نه علاوه سکالرشپس وغيره كښې د بلوچستان د زده كوٶنكو کپيسټي بلډنګ پراخه كوو دغسې چې په ګرده نړۍ دا ماشومان خپل ځان اومني۔ دې ووئيل د بلوچستان ماشومانو ته چې كله هم موقع ترلاسه شوې دوي د هېواد او قام نامه روښانه كړې ده ۔۔ دې ووئيل مونږ له په آئيسوليشن كښې د كار كولو په ځاے دې موقعې ته پراختيا وركولو سره دا سټرکچرائزډ كولو ته اړتيا ده۔

مزید خبریں