تر څو چې مونږ مېرمنو ته د دوي مناسب مقام ورنه كړو تر ھغې مونږ ترقي نشو كولې۔ ګورنر جعفر خان مندوخيل

کوئټه 30 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر خان مندوخېل وئيلي دي تر څو چې مونږ مېرمنو ته د دوي مناسب مقام ورنه كړو تر ھغې مونږ ترقي نشو كولې٬ مونږ له هنر مند پروګرام د پوهنتونو سره سره د كالجز په كچه پېل كولو ته اړتيا ده٬ بايد د خبرو نه زيات عملي اقدامات ته پام وكړو، ميچنګ ګرانټس تر لاسه كوونكو مېرمنو پرمختګ به نه …

کوئټه 30 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر خان مندوخېل وئيلي دي تر څو چې مونږ مېرمنو ته د دوي مناسب مقام ورنه كړو تر ھغې مونږ ترقي نشو كولې٬ مونږ له هنر مند پروګرام د پوهنتونو سره سره د كالجز په كچه پېل كولو ته اړتيا ده٬ بايد د خبرو نه زيات عملي اقدامات ته پام وكړو، ميچنګ ګرانټس تر لاسه كوونكو مېرمنو پرمختګ به نه يوازې د دوي د كورنيو سهارا شي بلكې د اعتماد فضا به هم په ځاے پاتې شي۔ دا خبره ده په زراعت كښې د مېرمنو، ليډرشپ او جديديت په سرخط دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې د غربت تخفيف او د سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه، د تعليم وزير مملكت وجهيه قمر، د تعليم صوبائي وزير راحيله حميد دراني، سينيټر سردار عمر ګورګيج، پخواني سينيټر روشن خورشيد بروچه، صوبائي سلاحكاره ډاکټر ربابه بليدي، د زراعت سيکرټري نور احمد پرکاني، د پاکستان پاورټي ايوليشن فنډ چيف ايګزيکټو آفيسر نادر ګل بړيچ، مولانا انوار الحق حقاني، او نور هم موجود وو۔ ګورنر په دې موقع د وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه مننه وكړه چا چې په بلوچستان كښې د زده كوٶنكو انجونو لپاره سکالرشپس اعلان کړے دے۔

مزید خبریں