كوئټه۔ 29 جولائي (اےپي پي) د بلوجستان ګورنر جعفر مندوخېل وئېلي دي زما په خيال د مېرمنو خوشحاله ژوند ٬ سماجي برابرتيا او معاشي خود مختارۍ لپاره پورته كېدونكے هر ګام د ستائنې وړ دے۔مېرمنې د بشري ټولنې زينت و وقار دے ٬ د چا د حقونو او اختيارات پاسداري چې زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ نېشنل كمېشن آن دې استېتس آف ووېمن دې خپلې هلې ځلې د بلوچستان …
د مېرمنو سماجي برابرتيا او معاشي خود مختارۍ لپاره پورته كېدونكے هر ګام د ستائنې وړ دے٬ د بلوجستان ګورنر

مزید خبریں
كوئټه۔ 29 جولائي (اےپي پي) د بلوجستان ګورنر جعفر مندوخېل وئېلي دي زما په خيال د مېرمنو خوشحاله ژوند ٬ سماجي برابرتيا او معاشي خود مختارۍ لپاره پورته كېدونكے هر ګام د ستائنې وړ دے۔مېرمنې د بشري ټولنې زينت و وقار دے ٬ د چا د حقونو او اختيارات پاسداري چې زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ نېشنل كمېشن آن دې استېتس آف ووېمن دې خپلې هلې ځلې د بلوچستان تر كلي والو سيمو پراخه كړي۔ دغسې چې مېرمنې د خپل مقام جوړولو او په نورو د ځان منلو جوګه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ګورنر هاوس كوئټه كښې د نېشنل كمېشن آن دي ووېمن غړې نورين بانو سره خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال ګونر جعفر مندوخېل ووئېل زمونږ مېرمنې د هېواد نورو صوبو مېرمنو په څير صلاحيت لرونكې او ملنسارې دي ٬ د بده مرغه مونږ مېرمنو له ټولې اسانۍ او موقعې نه دي وركړي۔ ده ووئېل نن هم مېرمنې د خپلې معاشي ناخوشحالۍ په سبب د ژوند په ټولو چارو كښې د سړو محتاجې دي٬ ده ووئېل د مېرمنو د ټولو حقونو او اختيارات پاسداري په خاص توګه معاشي خود مختاري باوري كولو لپاره دې د ټولنې هر ذي شعور سړے خپل كردار ادا كړي۔ د مېرمنو عظمت او وقار رامخې ته كولو لپاره په هر فورم شعور او بېدارۍ لپاره په زړه پورې كمپائن چلول ضروري دي۔(







