
لاهور۔29جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي پاكستان او چين د پرمختګ په نوؤ لارو روان دي ٬ پاك امريكا اړيكې نوې دور ته داخليږي ٬ د هېواد معيشت په سم لوري روان شوے ٬ په رېلوے كښې مثبت بدلون رامخې ته كيږي٬ د رېلوے په غوره ډول بحالېدو د رېلوے وفاقي وزير د هڅو ستائنه كوو ٬ ماتې خوړلے هند په نړۍ كښې ذلت سره مخ دے ٬ د هېواد پرمختګ لپاره به مونږ له خواري كول او د ديانت شعار خپلول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په لاهور رېلوے سټېشن د پاك بزنس اېكسپرس ټرېن پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي ٬ د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ رېلوے چارواكي او نور هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل ډېره موده پس دلته په راتږ او د ښه بدلون په ليدو خوشحاله شوم۔ پاك بزنس ټرېن كښې يوازې اشرافيه لپاره نه بلكې عامو وګړو لپاره هم د اروپائي رېلوے په څير آسانۍ وړاندې كړې شوي دي۔ د ټكټ پخوانے نظام ختم كړے شوے۔ ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې د ټرانسپورټ آسانۍ وړاندې كولو كښې رېلوے بنيادي كردار لري۔ د رېلوے نظام سمولو ستائنه كولو سره وزيراعظم ووئيل حنيف عباسي ناممكن كار ممكن كړو او رېلوے يۍ يو وارې بيا په خپلو پښو اودروله۔ ده ووئيل دا اولنے قدم دے ٬ مونږ ته لا پړاؤنه سر كول دي٬ د هېواد په نورو ښارونو كښې به هم داسې ټرېنونه چلولې شي۔ ده ووئيل د ادارو بهترۍ او د هېواد پرمختګ له به مونږ له شپه او ورځ خواري كول وي۔ ده ووئيل مونږ به دا نړۍ ته ښايؤ چې په نېك نيت او كوټلي عزم هر ګران هدف سر كېدے شي۔ ده ووئيل د غوره كاركردګۍ په څرګندونه د وفاقي وزير حنيف عباسي د هڅو ستائنه كوو۔ وزيراعظم ووئيل د رېلوے بهترۍ لپاره د خذمات كرېډټ بايد خواجه سعد رفيق ته هم لاړ شي۔ د پي ډي اېم په دور كښې خواجه سعد رفيق د رېلوے په غوره ډول د چلولو هڅه وكړه۔ د رېلوے زمكې راګرځولو او د رېلوے سټېشنز ښه كولو په اړه يۍ ماته څو څو وارې بريفنګ راكړے ؤ۔ قام ته د فتح مبين مباركي وركولو سره وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د 9 مئي په معركه حق كښې پاك پوځ زړورتيا او مهارت سره د دښمن مقابله وكړه٬ په جنګ كښې له بريا وروستو په نړيواله كچه د پاكستان وقار لوړ شو۔ نړۍ وليدل چې څنګه زمونږ فضائي ٬ زمكيز او سمندري ځواكونو په مړانه ٬ زيركتيا او عصري ټېكنالوجي په كم وخت كښې خپل ځان څخه زيات لوے دښمن ته خله ماتې ځواب وركړو۔ ده ووئيل پاكستان هند ته په جنګ كښې تاريخي ماتې وركړه۔ ده ووئيل امريكائي صدر څو څو وارې دا وئيل چې جنګ ما بند كړو په دې وئيلو د مودي زخم تازه شي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ اتومي اثاثې د قامي سلامتيا ضامن دي۔ د هېواد د معاشي حالاتو په اړه ده ووئيل عسكري مېدان سره سره مونږ په اقتصادي مېدان كښې هم كاميابۍ ترلاسه كړي٬ د حكومتي اقداماتو له امله ګرانۍ كښې ښكاره كمې راغلې٬ د افراط زر شرح كښې 5 فيصده كمې راغلې ٬ معاشي اشاريې هم بهترۍ پلو روانې دي٬ معاشي كاميابي د ټيم ورك نتيجه ده٬ په راتلونكو ورځو كښې به نورې كاميابۍ هم ترلاسه شي۔ د چين پاكستان اړيكو په اړه وزيراعظم ووئيل پاكستان او چين د پرمختګ په نوو لارو روان دي ٬ چين سره سي پېك فېز 2 لپاره بشپړ كوآرډينېشن لرؤ۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د مسافر لاؤنج او استقبالیې په شمول د لاهور رېلوے سټېشن بېلو برخو دوره وكړه او د انتظامات ستائنه يۍ وكړه۔ وروستو وزيراعظم د پاك بزنس اېكسپرېس ټرېن پرانسته وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير وزيراعظم ته بريفنګ وركړو چې پاك بزنس ټرېن به د لاهور او كراچۍ ترمينځه چلېږي او لاهور څخه به 18 نيم ساعته كښې كراچۍ ته رسي