بيرسټرمحمد علي سېف په مشرۍ كښې د پاکستان علماء کرام او سياستمدارو پلاوي د چين خارجه وزارت مهمو شخصيات سره وليدل

پېښور 28 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات سلاحكار بېرسټر محمد علي سېف په مشرۍ كښې د پاکستان علماء کرام، مذهبي سکالرز او د سياستمدارو د لوړې كچې پلاوي په چين كښې د خارجه وزارت دفتر دوره وكړه او هلته يې مهمو شخصياتو او ذمه وارو سره وليدل۔ په دې موقع پلاوي ته د ساٶتھ اېشياء ډېسك انچارج لخوا د پاکستان-چين دوستي، مشترکه مفادات او د جاري …

پېښور 28 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات سلاحكار بېرسټر محمد علي سېف په مشرۍ كښې د پاکستان علماء کرام، مذهبي سکالرز او د سياستمدارو د لوړې كچې پلاوي په چين كښې د خارجه وزارت دفتر دوره وكړه او هلته يې مهمو شخصياتو او ذمه وارو سره وليدل۔ په دې موقع پلاوي ته د ساٶتھ اېشياء ډېسك انچارج لخوا د پاکستان-چين دوستي، مشترکه مفادات او د جاري منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د چين خارجه وزارت ډپټي ډائريکټر جنرل ژيانګ ماومنګ په دې موقع ووئيل د پاكستان او چين روايتي دوستي په همكارۍ بدله شوې ده ۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔