کوئټه 28 جولائی (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د مواصلات و تعمیرات محكمې د اعلیٰ پائې غونډه وشوه چې پكښې د هنه ستري لاري ، سبی تھړی کوهلو سړك پشمول د بېلو مهمو سترو لارو پیش رفت، مالیاتی چارو او د معیارِي تعمیرات تفصیلي جاج واخستلے شو۔د غونډي په مهال د مواصلات و تعمیرات محكمې چارواكو وزیراعلیٰ له د …
د بلوچستان وزیراعلیٰ په مشرۍ كښې د مواصلات او تعمیرات محكمې د اعلیٰ پائې غونډه،ټولي پرمختيائي پروژي په وخت او د معیار له مخې د بشپړولو سپارښتنه
کوئټه 28 جولائی (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د مواصلات و تعمیرات محكمې د اعلیٰ پائې غونډه وشوه چې پكښې د هنه ستري لاري ، سبی تھړی کوهلو سړك پشمول د بېلو مهمو سترو لارو پیش رفت، مالیاتی چارو او د معیارِي تعمیرات تفصیلي جاج واخستلے شو۔د غونډي په مهال د مواصلات و تعمیرات محكمې چارواكو وزیراعلیٰ له د هنه سړك او سبی نه تر تھړي کوهلو سړك پشمول په بېلو روانو پروژو بريفنګ وركړو ۔ ده ووئيل دواړه ستري لاري به روان مالي كال په مهال بشپړولې شي ٬ دې سره به نه يواځې سيمه ايزي مواصلاتی رسني ښې شي بلکه مرکزی سترو لارو سره به رابطو كښې هم آساني راپيدا شي۔غونډه خبر كړې شوه چې موجودہ مالی كال كښې د 27 مهمو سړكونو تعمیر او ښه والي لپاره 27 اربه روپۍ بېلي كړې شوي دغسې چې اولس له د مزل ښې آسانۍ وركړې شي۔د بلوچستان وزیراعلیٰ واضحه سپارښتنه وكړه چې ټولې پرمختيائي پروژي دې په وخت او معيار له مخې بشپړې كړې شي، غیر معیاري کار او د جواز نه غير تاخیر اجازه به چري هم ورنه كړي شي ۔








