پېښور 28 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا صوبائي حكومت لخوا د آزادۍ ورځ او معركه حق كښې د كاميابۍ جشن ټوله اوونۍ د لمانځلو پرېكړهشوې ده۔ تفصيلات له مخې د دې ورځې لمانځلو 19 محكمو ته ذمه وارۍ سپارلې شوي٬ په دې لړ كښې مراسله هم جاري شوې چې پكښې د انتظاميه لخوا ټولو اړوند ادارو ته د دې ورځې په مناسبت سره د دستورو كولو هدايات جاري …
د صوبائي حكومت لخوا د آزادۍ ورځ او معركه حق كښې د كاميابۍ جشن ټوله اوونۍ د لمانځلو پرېكړه
پېښور 28 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا صوبائي حكومت لخوا د آزادۍ ورځ او معركه حق كښې د كاميابۍ جشن ټوله اوونۍ د لمانځلو پرېكړهشوې ده۔ تفصيلات له مخې د دې ورځې لمانځلو 19 محكمو ته ذمه وارۍ سپارلې شوي٬ په دې لړ كښې مراسله هم جاري شوې چې پكښې د انتظاميه لخوا ټولو اړوند ادارو ته د دې ورځې په مناسبت سره د دستورو كولو هدايات جاري شوي دي، صوبائي حکومت د 7 نه تر 14 اګست تر يوې اوونۍ د آزادۍ جشن لمانځلو پرېكړه كړې او په 14م اګست به په اته بجې سهار صوبه كښې سائرن غږولې شي او ټول ټرافېك به اودرولې شي، ګورنر هاؤس، وزيراعليٰ هاؤس او د سول سيکرټريټ پشمول په ټولو ضلعي هېډکوارټرز كښې به د بېرغ هسك كولو دستورې كېږي٬ په 13م اګست به د آپريشن بنيان مرصوصشهيدانو لپاره خاص پېغامونه٬ تقريرونه او وېډيوز په سركاري وېب پاڼو جاري كولې شي٬ ټولو سركاري چارواكو او ملازمانو له به د پاكستان بېرغونو بېجونه په سينه لګول او سركاري ګاډي به په بېرغونو ښائسته كول وي، د ټولې اونۍ په مهال به په ټولو سركاري ودانيو٬ چوكونو او د سېل په ځايونو كښې بېنرز لګولې شي په كومو چې به د آزادۍ ورځ او د نشان حق پېغامونه ليك وي٬ د 12 نه تر 14 اګست به د تولو ضلعو په پوهنتونونو٬ كالجونو او جامع مسجدونو كښې د پاكستان سلامتيا٬ يووالي او خوشحالۍ لپاره د دعا خاص دستورې هم كېږي٬ د دې نه علاوه په 13م او 14م اګست به په راډيو٬ ټي وي او سوشل ميډيا د نوموړو شخيصاتو تقريرونه٬ كوئز مقابلې او بحث و مباحثې كولې شي٬ د آزادۍ ورځې اېوارډ د لارې به تعليم٬ صحت او د سماجي خېرښګړې په څانګو كښې به په ځانګړې خدمات كسانو او ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كولې شي، د 12 نه تر 14 اګست به په هره ضلع كښې د كركټ٬ فټبال٬ والي بال او هاكۍ مقابلې كولې شي چې پكښې به قامي لوبغاړي ګډون كوي۔








