فېصل آباد۔ 28 جولائی (اے پی پی) د آزادۍ جشن په زړه پورې ډول لمانځلو لپاره چمتوالے نيول پيل شوے دے ٬ د اګست اولنۍ نيټې څخه به سركاري ودانۍ په چراغونو روښانه كړې شي٬ د آزادۍ ترلاسه كولو څخه تر د آزادۍ تحفظ ٬ د جشن آزادۍ او د معركه حق په نامه د وزيراعلی مريم نواز شريف په هدايت د اګست اولنۍ نېټې څخه تر 14 مې نېټې …
د آزادۍ جشن لمانځلو لپاره چمتوالے نيول پېل شوے ٬ د اګست اولنۍ نيټې څخه به سركاري ودانۍ په چراغونو روښانه كولې شي
فېصل آباد۔ 28 جولائی (اے پی پی) د آزادۍ جشن په زړه پورې ډول لمانځلو لپاره چمتوالے نيول پيل شوے دے ٬ د اګست اولنۍ نيټې څخه به سركاري ودانۍ په چراغونو روښانه كړې شي٬ د آزادۍ ترلاسه كولو څخه تر د آزادۍ تحفظ ٬ د جشن آزادۍ او د معركه حق په نامه د وزيراعلی مريم نواز شريف په هدايت د اګست اولنۍ نېټې څخه تر 14 مې نېټې د آزادۍ جشن په زړه پورې ډول لمانځلو له اقدامات هم پېل كړې شوي دي۔ د فېصل آباد ډویژنل انتظامیې وياند ووئيل په دې لړ كښې د ټولو ضلعو ډپټي كمشنرانو د ضلعي ادارو مشرانو ٬ د ميډيا نمائندګانو ٬ پرائیوېټ سکولز اېسوسی اېشن او سول سوسائټۍ سره ميټنګ وكړو۔ دوئي ووئيل د اګست اولنۍ نېټې څخه به سركاري ودانۍ په برقي چراغونو روښانه كولې شي ۔ دغسې كوڅې او بازارونه به په پاكستانو بېرغونو سينګارولې شي۔ په سكولونو او كالجونو كښې به د ملي نغمو مقابلې كولې شي۔ بلخوا د انجمن تاجران او سول سوسائټۍ لخوا هم د آزادۍ جشن او معركه حق په بشپړ ډول د لمانځلو عزم څرګند كړے شوے دے








