کوئټه 28 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي بلوچستان د اطلاعات سکریټری او منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير ظهور احمد بلیدی جاري شوي خپل بيان كښې صدر آصف علی زرداری په 70مه سالګره هغه له مباركي وركړې ده۔ ده ووئيل صدر آصف علی زرداری د جمهوری استقامت علامت دے۔ پاکستان کھپے نه تر تاریخی 18م آئیني ترمیم هغه نه يواځې صوبې خپلواكه كړې بلکه د آئین سرلوړي ئې هم باوري كړه ، د سیاسی انتقام په ځائے يې د مفاهمت سیاست ته وده وركړه او د نوې نسل د قیادت يې سیاسی تربیه وكړه ۔ دغسې ظهور بلیدی د صدر زرداری صحت او پراخه عمر له د نيكو هيلو څرګندونه كړې ۔