اسلام آباد/کوئټه۔27جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی وئيلي دي چې اېف سی بلوچستان نارتھ امن په ځايې كولو له ځانګړې قربانۍ وركړې دي٬ د فتنة الهندوستان ناوړه عزائم ناكامه كولو كښې د دې فورس افسرانو او ځوانانو د مړانې تاريخ رقم كړے دے ٬ د فرنټیئر کور بلوچستان نارتھ د افسرانو او ځوانانو په پېشه ور مهارت او مړانه وياړؤ۔ د كورنيو چارو وزارت له مخې …
ایف سی بلوچستان نارتھ امن په ځايې كولو له ځانګړې قربانۍ وركړې دي: وفاقي وزير محسن نقوي
اسلام آباد/کوئټه۔27جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی وئيلي دي چې اېف سی بلوچستان نارتھ امن په ځايې كولو له ځانګړې قربانۍ وركړې دي٬ د فتنة الهندوستان ناوړه عزائم ناكامه كولو كښې د دې فورس افسرانو او ځوانانو د مړانې تاريخ رقم كړے دے ٬ د فرنټیئر کور بلوچستان نارتھ د افسرانو او ځوانانو په پېشه ور مهارت او مړانه وياړؤ۔ د كورنيو چارو وزارت له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير محسن نقوي د هېډ کوارټرز نارتھ فرنټیئر کور بلوچستان دورې په موقعه وكړه۔ هېډكوارټر ته په رسېدو د كورنيو چارو وفاقي وزير ته د اېف سي بلوچستان نارتھ يوې چمتؤ ډلې سلامي وړاندې كړه۔ وفاقی وزیر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ ده د اېف سي بلوچستان نارتھ شهيدانو له د لوړو درجو دعا كولو سره د هغوي قربانيو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔ محسن نقوی ته آئی جی اېف سی بلوچستان نارتھ مېجر جنرل عابد مظهر د فورس د تربيې او پېشه ورو صلاحيتونو په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير محسن نقوی په بلوچستان كښې امن په ځايې كولو له د فرنټیئر کور نارتھ د قدر وړ خذماتو ستائنه وكړه۔ محسن نقوی ووئيل امن په ځايې كولو له د اېف سي بلوچستان نارتھ قربانۍ به هېڅكله هېرې نه كړې شي۔ ده زياته كړه چې د فتنة الهندوستان ناوړه عزائم ناكامه كولو كښې د دې فورس افسرانو او ځوانانو د مړانې تاريخ رقم كړے دے ٬ د فرنټیئر کور بلوچستان نارتھ د افسرانو او ځوانانو په پېشه ور مهارت او مړانه وياړؤ۔








