پېښور 25 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور په امر د اسلاميه کالج پېښور د رنګ روغن او تاريخي حېثيت بحالۍ پرېكړه شوې ده ۔ د پېښور ډويژن كمشنر دفتر لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعلٰې علي امين ګنډا پور تېره ورځ د تاريخي ايګريکلچر انسټيټيوټ د رنګ روغن پرانستې په موقع د تاريخي ودانۍ په جدي ډول د رنګ روغن او تاريخي …
د اسلاميه کالج پېښور د رنګ روغن او تاريخي حېثيت بحالۍ پرېكړه

مزید خبریں
پېښور 25 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور په امر د اسلاميه کالج پېښور د رنګ روغن او تاريخي حېثيت بحالۍ پرېكړه شوې ده ۔ د پېښور ډويژن كمشنر دفتر لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعلٰې علي امين ګنډا پور تېره ورځ د تاريخي ايګريکلچر انسټيټيوټ د رنګ روغن پرانستې په موقع د تاريخي ودانۍ په جدي ډول د رنګ روغن او تاريخي حېثيت په بحالۍ د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره كمشنر رياض خان محسود ته ټاسك وركړو چې په دا څېر د تاريخي اسلاميه کالج رنګ روغن او تاريخي حېثيت هم بحال كړي۔ په دې تناظر كښې د کمشنر رياض خان محسود په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې د پېښور پوهنتون وائس چانسلر او د قامي اسمبلۍ غړي ارباب شير علي په خاص توګه ګډون وكړو ٬ د دې نه علاوه د پېښور ډپټي كمشنر ٬ د پي ډي اے چارواكو او د پېښور اپ لفټ پروګرام پراجيکټ ډائريکټر هم په غونډه كښې ګډون كولو۔







