سينيټر ايمل ولي خان د اے اېن پي د سوشل ميډيا مرکزي کميټي جوړه كړه

پېښور 25 جولائي (اے پي پي) د عوامي نيشنل پارټۍ (اے اېن پي) مرکزي صدر سينيټر ايمل ولي خان پارټۍ لپاره د سوشل ميډيا مرکزي کمېټي جوړه كړې ده۔ د باچا خان مرکز پېښور له مخې د پارټۍ جنرل سېكرټري ډاكټر سليم خان لخوا د جاري اعلاميه له مخې د سوشل ميډيا د كمېټۍ مشر به سيکرټري سيف الله فضل وي او د سېكرټري وظيفه به فاروق بهاول(اسلام آباد) ترسره …

پېښور 25 جولائي (اے پي پي) د عوامي نيشنل پارټۍ (اے اېن پي) مرکزي صدر سينيټر ايمل ولي خان پارټۍ لپاره د سوشل ميډيا مرکزي کمېټي جوړه كړې ده۔ د باچا خان مرکز پېښور له مخې د پارټۍ جنرل سېكرټري ډاكټر سليم خان لخوا د جاري اعلاميه له مخې د سوشل ميډيا د كمېټۍ مشر به سيکرټري سيف الله فضل وي او د سېكرټري وظيفه به فاروق بهاول(اسلام آباد) ترسره كوي۔ د كمېټۍ په نورو غړٶ كښې ډاکټر مهرب اعوان، سعيد الله ترکئۍ، عرفان الله کاکړ، ملك سهېل، فهيم يوسفزئۍ او دوست محمد شامل دي ۔ سيکرټري جنرل اے اين پي ډاکټر سليم خان په دې حقله د باچا خان مرکز پیښور نه نوټيفکيشن جاري کړے دے۔

مزید خبریں