پاك هوائي پوځ په ګلګت بلتستان كښې سختو موسمي حالاتو سره مخ سيلګري او ځايي وګړي ريسكيو كړل

پېنډۍ۔25جولائی(اے پی پی) پاك هوائي پوځ په ګلګت بلتستان كښې سختو موسمي حالاتو سره مخ سيلګري او ځايي وګړي په كاميابۍ سره ريسكيو كړي ۔ د پاك هوائي پوځ C-130 الوتكې د جمعې په ورځ د خصوصي آپرېشن د لارې 125 كسان په حفاظت سره منتقل كړل۔ د تفصیلات له مخې ریسکیو آپرېشن سهار 5 دقيقې كم 8 بجې پېل شو كله چې C-130 الوتكه نور خان ايئر بېس څخه …

پېنډۍ۔25جولائی(اے پی پی) پاك هوائي پوځ په ګلګت بلتستان كښې سختو موسمي حالاتو سره مخ سيلګري او ځايي وګړي په كاميابۍ سره ريسكيو كړي ۔ د پاك هوائي پوځ C-130 الوتكې د جمعې په ورځ د خصوصي آپرېشن د لارې 125 كسان په حفاظت سره منتقل كړل۔ د تفصیلات له مخې ریسکیو آپرېشن سهار 5 دقيقې كم 8 بجې پېل شو كله چې C-130 الوتكه نور خان ايئر بېس څخه قادري ته ورسېده۔ الوتكې 82 وګړي ٬ د پاك پوځ 25 اهلكار او د پاك هوائي پوځ اهلكارو په شمول 125 كسان رېسكيو كړل۔ الوتكه كامياب آپرېشن څخه وروستو په 8 دقيقې كم 9 بې قادري بېس څخه نور خان ايئربېس ته راورسېده۔ ځايي انتظاميې هم په دې آپرېشن كښې بشپړه مرسته وكړه۔ دا آپرېشن د پاک پوځ د پېشه ورو صلاحيتونو او د اولس د تحفظ د عزم ښكاره ثبوت دے

مزید خبریں