اسلام آباد۔25 جولائی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره پاكستان كښې د ايتھوپيا سفير ډاكټر جمال بېكر ملاقات وكړو۔ په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې په شوي ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ٬ خېبر پښتونخوا كښې تجارت ٬ ټورازم او نورو فعاليتونو په ودې وركولو خبرې وشوې۔ د ایتھوپیا سفیر خپلو خبرو كښې ووئيل كال 1958ء څخه پاكستان او ايتھوپيا دوه اړخيزه …
د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ايتھوپيا سفير ډاكټر جمال بيكر ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔25 جولائی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره پاكستان كښې د ايتھوپيا سفير ډاكټر جمال بېكر ملاقات وكړو۔ په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې په شوي ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ٬ خېبر پښتونخوا كښې تجارت ٬ ټورازم او نورو فعاليتونو په ودې وركولو خبرې وشوې۔ د ایتھوپیا سفیر خپلو خبرو كښې ووئيل كال 1958ء څخه پاكستان او ايتھوپيا دوه اړخيزه اړيكې لري كومې چې په كال 1972 كښې د شهيد ذوالفقار علي بھټو په دور كښې لا مضبوطې شوي۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا د مېړني اولس صوبه ده٬ د سوات ښكلا ډېره زړه راكښونكې ده۔ ده ووئيل پاكستان او ايتھوپيا د ژوند په ګڼو څانګو كښې ممثالت لري٬ د موسمياتي بدلونونو د لاسه پاكستان او ايتھوپيا يو برابر اغېزمند كيږي مونږ له به په دې اړه د ګډې تګلاره وضعه كول او د يو بل تجربو څخه ګټه پورته كول وي۔ ده ووئيل د ګرین لېګیسی فورم پلاوې به ډېر زر د خېبر پښتونخوا دوره وكړي۔ په ملاقات كښې په دې خبره اتفاق وشو چې په كلچر او بزنس ايجوكېشن كښې به مونږ له د يو بل مرسته كول وي٬ ګرين پاكستان او ګرين ايتھوپيا د وخت تر ټولو مهم ضرورت دے۔ ایتھوپین سفیر ګورنر ته تجارتي پلاوي سره د ايتھوپيا دورې كولو بلنه وركړه۔ ګورنر ووئيل خېبر پښتونخوا د آسيا ستره دروازه ده او د سرمايه كارۍ تر ټولو غوره موقعې دلته موجود دي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د مذھبی سېلګرۍ زيات ځايونه شته او ګندهاره تهذيب د ګردې نړۍ د پام مركز دے







