پېښور 24 جولائی (اے پی پی) د غريبۍ ختمولو وفاقی وزیر سید عمران احمد شاه د بي آئي اېس پی ریجنل آفس پېښور دوره وكړه،چرته چې هغه د روانو منصوبو جاج واخست او سپېځلي، مؤثر او عوام دوست سروسز وركولو لپاره يې د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام (بی آئی ایس پی) خېبرپښتونخوا ډی جی حیدر مرتضی د اړخه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ بریفنګ …
وفاقی وزیر سید عمران احمد شاه د بی آئی ایس پی ریجنل آفس پېښور دوره

مزید خبریں
پېښور 24 جولائی (اے پی پی) د غريبۍ ختمولو وفاقی وزیر سید عمران احمد شاه د بي آئي اېس پی ریجنل آفس پېښور دوره وكړه،چرته چې هغه د روانو منصوبو جاج واخست او سپېځلي، مؤثر او عوام دوست سروسز وركولو لپاره يې د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام (بی آئی ایس پی) خېبرپښتونخوا ډی جی حیدر مرتضی د اړخه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ بریفنګ كښې ووئيل شول د خېبرپښتونخوا 34 ضلعو او 64 تحصیلونو كښې زمونږ دفتري شته۔ بینظیر کفالت پروګرام ترمخه خېبرپښتونخوا كښې 1987047 كسانو له مالی مرسته وركړې كيږي۔ بینظیر تعلیمی وظائف پروګرام سره 3058263 څخه زياتو ماشومانو سکولونو كښې داخله باوري شوې، د بینظیر نشوونما پروګرام د لارې د مور بچي غذائي ضروریات ته خاص پام لرنه كيږي۔وفاقی وزیر د بی آئی ایس پی خېبرپښتونخوا ډلي محنت او كار وستائېلو او د سماجی تحفظ په میدان كښې يې هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔







