كوئټه۔23 جولائي (اےپي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي د بلوچستان په مسائل په حقيېقي تناظر كښې ځان پوهه كولو لپاره د ماضي د حقيقت نه خبرتيا ضروري ده۔ ده د شورو په ورځ د 16 م نېشنل وركشاپ بلوچستان ګډون كوونكو ته خطاب كولو كښې ووئېل د بلوچستان په اړه د صوبې نه بهر لرونكے تاثر د حقيقت په ضد دے كوم چې د تاريخي شعور …
د بلوچستان په مسائل په حقيقي تناظر كښې ځان پوهه كولو له د پخوا د حقيقت نه خبرتيا ضروري دي٬ مير سرفراز بګټي

مزید خبریں
كوئټه۔23 جولائي (اےپي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي د بلوچستان په مسائل په حقيېقي تناظر كښې ځان پوهه كولو لپاره د ماضي د حقيقت نه خبرتيا ضروري ده۔ ده د شورو په ورځ د 16 م نېشنل وركشاپ بلوچستان ګډون كوونكو ته خطاب كولو كښې ووئېل د بلوچستان په اړه د صوبې نه بهر لرونكے تاثر د حقيقت په ضد دے كوم چې د تاريخي شعور د لارې سمول پكار دے۔ ده واضحه كړه د بلوچستان په تاريخ كښې مونږ ته مختلف نظريات په لاس راځي چې پكښې نواب خېر بخش مري د جلا كېدو مرستيال او غوث بخش بزنجو د جمهوري او سياسي هلو ځلو قائل ؤ۔ د وزيراعلې وېنا وه نن په بلوچستان كښې د رياست مخالف هڅو جرړې د ماضي غلط فهميو او د مخصوص بيانيې سره تعلق لري ۔ ده ووئېل د حكومت څخه د ګيله مندو ځوانانو ګېلې به لرې كولې شي او هغوي به خپلې سينې ته راجوختولې شي خو د ټوپك راغستونكو او د تشدد څخه د رياست ماتولو خوښي لرونكو او د بے ګناه پاكستانيانو قاتلانو سره به د آئين نه غېر خبره نه نشي كېدې او كه څوك د آئين تر مخه خبرې كول غواړي نو زمونږ ورونه پرانستې پراته دي۔ مير سرفارز بګتي ووئېل قام پرستي وي يا مذهب ٬ ترهه ګري ترهه ګري ده په دغه كښې كوم امتياز روا نشي ساتلے كېدے۔ ده ووئېل ځېنې عناصر د اړي ګړي وجوهات غېر متوازن ترقي يا بے روزګاري وړاندې كوي خو حقيقت دا دے چې دا مسائل د تشدد جواز نه جوړېږي ۔ په بلوجستان ګښې په كېدونكو كاروائيو خبره كولو كښې ده ووئېل به ماضي كښې به په قلات كښې په محدود پېمانه كاروائي كېدله خو دغه په ګرد بلوچستان كښې آپرېشن ګرځول د تاريخ غلط تعبير دے ٬ دې لپاره ضروري ده چې مونږ سمه تاريخي تجزيه وكړو دغسې چې په حال ځان پوهه كړو او د يو غوره سباون بنياد كېدو۔







