په سوات كښې د چاليار مدرسې پیښه٬د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د اعلٰی چارواكو څخه رپورټ وغوښتلو

پیښور 23 جولائي (اے پي پي )د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په سوات كښې د چاليار مدرسې په پېښه د اعلٰی چارواكو څخه رپورټ وغوښتلو۔د شورو په ورځ د ګورنر آفس څخه جاري شوي بيان له مخې فيصل كريم كنډي په پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره د ديني مدرسې په ماشوم تشدد او د هغه شهادت د نه بخښلو وړ جرم وګرځولو۔ده ووئيل د داسې پیښو مرتكب كسان …

پیښور 23 جولائي (اے پي پي )د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په سوات كښې د چاليار مدرسې په پېښه د اعلٰی چارواكو څخه رپورټ وغوښتلو۔د شورو په ورځ د ګورنر آفس څخه جاري شوي بيان له مخې فيصل كريم كنډي په پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره د ديني مدرسې په ماشوم تشدد او د هغه شهادت د نه بخښلو وړ جرم وګرځولو۔ده ووئيل د داسې پیښو مرتكب كسان د اسلام او مدارس تشخص تباه كوي۔ده ووئيل ديني درسګاه وي يا عصري په كوم هم ځاے په ماشومانو د تشدد اجازه نشي وركړې كېدې۔ده د ديني مدراس اكابرين پشمول ټولو مكاتب فكر لارښودو څخه هم غوښتنه وكړه چې هغوي دا ډول پیښو او د دې په شا د سوچ مخ نيوي لپاره خپل كردار ادا كړي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د چاليار مدرسې شهيد زده كونكي والدين او نورو غم جنو كورنيو سره غمرازي كولو سره ووئېل مونږ د هغوي په غم كښې برابر شريك يو٬لويې څښتن دې ټولې غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں