کوئټه۔ 22 جولائی (اے پي پي ) بلوچستان اسمبلۍ د غېرت په نامه د سړي او يوې ميرمنې وژنې په ضد د غندنې قرارداد منظور كړو۔ د نهې په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر كېپټن (ر)عبدالخالق اچکزئی په مشرۍ كښی غونډه وشوه۔ په غونډه كښې دوهمې سپيكرې د اسمبلۍ د غړو لخوا په ډيګاري كښی د مېرمنې او سړي د وژنې پېښې په ضد د غندنې قرارداد وړاندې كړو۔ په …
بلوچستان اسمبلۍ د غيرت په نامه د سړي او ميرمنې وژنې په ضد د غندنې قرارداد منظور كړو

مزید خبریں
کوئټه۔ 22 جولائی (اے پي پي ) بلوچستان اسمبلۍ د غېرت په نامه د سړي او يوې ميرمنې وژنې په ضد د غندنې قرارداد منظور كړو۔ د نهې په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر كېپټن (ر)عبدالخالق اچکزئی په مشرۍ كښی غونډه وشوه۔ په غونډه كښې دوهمې سپيكرې د اسمبلۍ د غړو لخوا په ډيګاري كښی د مېرمنې او سړي د وژنې پېښې په ضد د غندنې قرارداد وړاندې كړو۔ په قرارداد كښې ووئيل شول كوئټه سره پېوست سيمه سنجدی ډیګاری كښې د غېرت په نامه د تش لاسې سړي او مېرمن وژنه د غندنې وړ ده۔ كوم هم وګړے د منصف جوړېدو حق نه لري٬ د انصاف وركول د رياست ذمه واري ده۔ دا ايوان صوبائي حكومت ته سفارش كوي چې ككړو تورنو ته دې سخته سزا وركړې شي۔ د اسمبلۍ غړې شاهدہ رؤف ووئيل د بلوچستان اسمبلۍ غړي د ډيګاري پېښی غندننه كوي او غوښتنه كوي چې په دې معامله دې سخته اېكشن واغستلے شي۔ دې ووئيل د داسې پېښو مخنيوي لپاره قانون سازۍ ته اړتيا ده۔ وزیراعلیٰ میرسرفرازبګټي وړاندېز وركړو چې په حکومتي او د اپوزيشن په غړو دې مشتمله كمېټي جوړه كړې شي كومه چې د ډيګاري پېښې د پلټنيو نګراني وكړي۔ وروستو د بلوچستان اسمبلۍ د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړو۔







