د خيبر پښتونخوا وزيراعلی په مشرۍ كښې غونډه ٬ د احساس فلیګ شپ انیشیټو لاندې د خير ښيګړې په بيلو پروګرامونو د پيشرفت جاج واغستلے شو٬ د احساس پروګرامز فنډز د 8 اربه روپو كولو اعلان

پېښور ۔ 22 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی علی امین خان ګنډاپور په مشرۍ كښې غونډه كښې د احساس فلیګ شپ انیشیټو لاندې د خير ښيګړې په بيلو پروګرامونو د پيشرفت جاج واغستلے شو۔ د وزيراعلی هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې په احساس نوجوان، احساس هنر، احساس روزګار او احساس اپنا ګھر پروګرام د پېشرفت جاج واغستلے شو۔ وزیراعلیٰ روان مالي …

پېښور ۔ 22 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی علی امین خان ګنډاپور په مشرۍ كښې غونډه كښې د احساس فلیګ شپ انیشیټو لاندې د خير ښيګړې په بيلو پروګرامونو د پيشرفت جاج واغستلے شو۔ د وزيراعلی هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې په احساس نوجوان، احساس هنر، احساس روزګار او احساس اپنا ګھر پروګرام د پېشرفت جاج واغستلے شو۔ وزیراعلیٰ روان مالي كال لپاره د احساس پروګرامونو فنډز د 8 اربه روپو كولو اعلان وكړو۔ د هر يو پروګرام لاندې به د روان كال په مهال د سود نه په پاكو پورونو وركولو دوه اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ په غونډه كښې څلورو واړو پروګرامونو كښې د ضم شوو ضلعو لپاره د جلا برخې اېښودلو پرېكړه وشوه۔غونډې ته خطاب كښې وزيراعلی علي امين ګنډاپور ووئيل د دې پروګرامونو لاندې د پورونو ترلاسه كولو په لړ كښې دې ضم شوو ضلعو له تګلاره او لوازمات آسان كړې شي۔ د ضم شوو ضلعو اولس د خصوصي پاملرنې حق لري۔ ده ووئيل د درخواست كوؤنكو ټاكنې لپاره دې د اهليت معيار آسان كړے شي۔ غونډې ته د احساس پروګرامونو لاندې په شوي پېشرفت بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ د بریفنګ له مخې د احساس نوجوان پروګرام کمپونېنټ ون لاندې د بنک آف خېبر د لارې عمل درآمد روان دے۔ 139 درخواست كوؤنكو ته د 408 ملین روپو پورونه وركړې شوي او نورو 52 كسانو ته به 116 ملین روپۍ وركول وي۔ دغسې د اخوت کمپونېنټ لاندې بېل كړے شوي فنډز 100 فيصده وېشلې شوي ۔ تر دې دمه 3585 درخواست كوؤنكو ته 602 ملین روپۍ له سود څخه پاكې وركړې شوي ۔ په نورو 1745 درخواستونو كار روان دے۔ د احساس اپنا ګھر سکیم لاندې د قرعه اندازۍ دلارې 76 کامیاب درخواست كوونكو ته 200 ملین روپۍ وركړې شوي ۔ د بريفنګ له مخې د دې سكيم لاندې اهليت لپاره د آمدن حد يو لك څخه يو نيم لك روپۍ د مياشتې كړے شوے ۔ دغسې د 5 مرلو شرط 10 مرلو ته رسولے شوے دے

مزید خبریں