پېښور ۔ 22 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی سره د اے اېن پي صوبائي صدر مياں افتخار حسېن په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور څخه د جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې د اے اېن پي صوبائي عموي سېكرټري حسېن شاہ یوسفزۍ ، نائب صدر شاهی خان شیراني ، نائب صدر صلاح الدین ، جوائنټ سېکرټری حامد طوفان …
د خيبر پښتونخوا ګورنر سره د اے اين پي پلاوي ملاقات ٬ په صوبه كښې په روانه سياسي ٬ امنيتي وضعه او نورو مسئلو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پېښور ۔ 22 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی سره د اے اېن پي صوبائي صدر مياں افتخار حسېن په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور څخه د جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې د اے اېن پي صوبائي عموي سېكرټري حسېن شاہ یوسفزۍ ، نائب صدر شاهی خان شیراني ، نائب صدر صلاح الدین ، جوائنټ سېکرټری حامد طوفان ، یوتھ سېکرټری ثنا ګلزار او سالار شاکر اے شنواری شامل وؤ۔ په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د پي پي پي پارليماني لارښود احمد كريم كنډي ٬ صوبائي صدر علي شاه باچا ٬ عمومي سېكرټري شجاع خان عرف شازي خان ، د هلال احمر وائس چیئرمېن فرزند علی وزیر ، دوهم جنرل سېکرټری ابرار سعید سواتي او فضل حسېن هم په دې موقع موجود وؤ۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې په سياسي او امنيتي وضعه او نورو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي د صوبائي حقونو په اړه د ګورنر د كردار ستائنه وكړه۔ په دې مهال ګورنر سره د ډېره اسماعيل خان د رنګ پور سيمې ٬ پروا تحصيل سياسي او سماجي شخصيت شاه نواز بلوچ هم ملاقات وكړو۔ ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل په چشمه لېفټ كېنال منصوبه د كار پرانسته به ډېر زر وكړې شي۔ ده ووئيل په رمک ، ډېرہ غازی خان ، ډېرہ اسماعیل خان روډ جوړولو هم پېشرفت كيږي۔







