د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پي ډي ايف چيئرمين بلال سيټھي ملاقات

پېښور ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم سره د پاكستان ډیوېلپمنټ فاؤنډېشن (پی ډی اېف) چیئرمېن بلال سيټھی په مشرۍ كښې د صوبې په نوموړو شخصيات مشتمل پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور چارواكو لخوا د خپور شوو تفصيلات له مخې په پلاوي كښې فوزیه عنایت، نزهت روؤف، نبیله فرمان او ډاکټر فریال زمان شامل وه۔ د ملاقات په مهال د صوبې په …

پېښور ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم سره د پاكستان ډیوېلپمنټ فاؤنډېشن (پی ډی اېف) چیئرمېن بلال سيټھی په مشرۍ كښې د صوبې په نوموړو شخصيات مشتمل پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور چارواكو لخوا د خپور شوو تفصيلات له مخې په پلاوي كښې فوزیه عنایت، نزهت روؤف، نبیله فرمان او ډاکټر فریال زمان شامل وه۔ د ملاقات په مهال د صوبې په سماجي پرمختګ ٬ اولسي خېر ښېګړې او د خېبر پښتونخوا د مثبت او سافټ امېچ رامخې ته كولو په اړه خبرې وشوې۔ ګورنر پلاوي سره خپلو خبرو كښې ووئيل د صوبې پرمختګ او د ځوانانو صلاحيتونه رامخې ته كولو له د سماجي تنظيمونو كردار زيات مهم دے۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا يوه مثبت او تعميري څېره نړۍ ته ښودل د وخت مهم ضرورت دے دغسې چې په صوبه كښې سرمايه كاري او سېلګري وده ومومي۔ګورنر د پاکستان ډیوېلپمنټ فاؤنډېشن حذمات ستائېلو سره ووئيل په سماجی څانګه كښې د دې كار د ستائنې وړ دے او حكومت د داسې اقدامات بشپړه ډاډګيرنه كوي كوم چې د اولسي خېر ښېګړې او د صبوې پرمختګ لپاره مرستياله وي

مزید خبریں