په صوبائي اسمبلۍ كښې د سېنېټ ټاكنو لپاره پولنګ روان دے ٬

پېښور 21 جولائي (اے پي پي) د كال 2025 سېنېټ الېكشن لپاره په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ جرګه هال كښې په سوله ايز ډول پولنګ روان دے او تر 1:30 بجې څلوېښتو غړو خپل ووټ كاسټ كړے٬ چې پكښې اکرم خان دراني او بابر سليم سواتي په څېر مهم شخصيات شامل دي٬ پولنګ په 11 بجې پېل شوے او تر څلورو بجو به روان وي٬ د صوبې په عمومي چوكو د …

پېښور 21 جولائي (اے پي پي) د كال 2025 سېنېټ الېكشن لپاره په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ جرګه هال كښې په سوله ايز ډول پولنګ روان دے او تر 1:30 بجې څلوېښتو غړو خپل ووټ كاسټ كړے٬ چې پكښې اکرم خان دراني او بابر سليم سواتي په څېر مهم شخصيات شامل دي٬ پولنګ په 11 بجې پېل شوے او تر څلورو بجو به روان وي٬ د صوبې په عمومي چوكو د حكومت څلور او د اپوزيشن درې كانديدان شامل دي٬ دغسې د مېرمنو او ټيکنوکريټ چوكو لپاره د حكومت او اپوزيشن دوه دوه كانديدان ولاړ دي ٬ د پي ټي آئي عمومي چوكو لپاره مراد سعيد، فېصل جاوېد، مرزا آفريدي او نورالحق قادري نومولې شوي او د مېرمنو او ټيکنوکريټ چوكۍ لَپاره روبينه ناز او اعظم سواتي د ګوند كانديدان دي٬ د اپوزيشن ګوندونو لخوا عمومي چوكو لپاره د مسلم ليګ (ن) نياز احمد، د پيپلز پارټۍ طلحه محمود او د جے يو آئي عطاء الحق كانديدان دي او د مېرمنو او ټيکنوکريټ چوكو لپاره د پيپلز پارټۍ روبينه خالد او د جے يو آئي دلاور خان كانديدان دي۔په صوبائي اسمبلۍ كښې حكومت ته د 92 او اپوزيشن ته د 53 غړو ملاتړ ترلاسه دے٬ عمومي كوچۍ ګټلو لپاره 19 ووټونه پكار دي او مېرمنو او ټيکنوکريټ چوكو لپاره 49 ووټونو ته ضرورت دے٬ اپوزيشن له درېمه چوكۍ ګټلو لپاره څلور اضافي ووټونه پكار دي٬ د پي ټي آئي 5 منحرف غړو كښې څلور د كېناستو نه وروستو خرم ذيشان عمومي چوكۍ لپاره په ميدان كښې پاتې شوے دے۔

مزید خبریں