اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په 8 ورځنۍ سركاري دوره نيويارك ته ورسېد۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې 21 جولائی څخه تر 28 جولائي خپلې دورې په مهال به نائب وزير او خارجه وزير اسحاق ډار په سلامتي كونسل كښې د پاكستان په مشرۍ كښې د كېدونكو اعلی كچې دستورو مشري كوي۔ په نیویارک او واشنګټن ډی …
نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په 8 ورځنۍ سركاري دوره نيويارك ته ورسيد

مزید خبریں
اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په 8 ورځنۍ سركاري دوره نيويارك ته ورسېد۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې 21 جولائی څخه تر 28 جولائي خپلې دورې په مهال به نائب وزير او خارجه وزير اسحاق ډار په سلامتي كونسل كښې د پاكستان په مشرۍ كښې د كېدونكو اعلی كچې دستورو مشري كوي۔ په نیویارک او واشنګټن ډی سی كښې به دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ دې سره سره به نائب وزيراعظم د سعودی عرب او فرانس په ګډه كوربتوب كښې په دوه رياستي حل كېدونكي نړيوال كنفرنس كښې دپاكستان نمائندګي كوي۔ نیویارک ته په رسېدو نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ته په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب او امريكا كښې د پاكستان سفير هركلے ووے۔










