عدم اعتماد په شان پي ټي آئي اپوزېشن غړي د سوګند پورته كولو څخه نه شي منع كولې۔سېنېټر عرفان صديقي

اسلام اباد 20 جولائي (اے پي پي) په سېنېټ کښې د پاکستان مسلم لیګ (ن) د پارلماني ډلې مشر سېنېټر عرفان صدیقي وئیلي چې پي ټي آئي د غړو د سوګڼد پورته كولو لاره نيولو سره یو ځل بیا غیر اییني او غیر جمهوري رويه خپله كړي، خو د عدم اعتماد تحریك په شان د اپوزیشن غړو د سوګند پورته كولو لاره نه شي نيولې۔د اتوار په ورځ په سوشل …

اسلام اباد 20 جولائي (اے پي پي) په سېنېټ کښې د پاکستان مسلم لیګ (ن) د پارلماني ډلې مشر سېنېټر عرفان صدیقي وئیلي چې پي ټي آئي د غړو د سوګڼد پورته كولو لاره نيولو سره یو ځل بیا غیر اییني او غیر جمهوري رويه خپله كړي، خو د عدم اعتماد تحریك په شان د اپوزیشن غړو د سوګند پورته كولو لاره نه شي نيولې۔د اتوار په ورځ په سوشل ميډيا “ایکس” کښې په خپل بیان کښې د مسلم لیګ (ن) لارښود ووئيل چې پي ټي آئي یو ځل بیا ثابته کړه چې هغوي ائیني تقاضو او جمهوري رواياتو سره هېڅ تعلق نه لري ۔د اپوزېشن ګوندونو سره دا څه ډول مفاهمت دے چې د هغوي د غړو د سوګند پورته كولو مخه نیولې شوې؟ سېنېټر عرفان صدیقي ووئیل چې دا هم هغه غیر اییني او غیر جمهوري رويه ده كومه چې د پي ټي آئي باني د عدم اعتماد قرارداد څخه بچ كيدو لپاره د قاسم سوري او عارف علوي د لارې اختیار کړی وه ۔سېنېټر عرفان صدیقي ووئیل چې نه د عدم اعتماد مخه ونیول شوه او نه به د اپوزیشن د غړو د سوګند پورته كولو لاره ونیولې شي۔ ده ووئيل چې دا حقیقت لا نور هم پیاوړی شوې چې دا ګوند د جمهوري ايوانونو لپاره نه، بلکه یوازې د سړکونو، لارو، هنګامو او تاوتریخوالي ډکو لاریونونو لپاره جوړ شوی۔

مزید خبریں