پينډۍ 20 جولائي (اے پي پي) امنیتي ځواکونو د د كال 2025 د جولائی 16 نه تر 20 جولائي د پولیس، لیویز، سي ټي ډي او ضلعي انتظاميې سره په ګډه په مالاکنډ ضلع كښې په استخباراتي معلوماتو اډانه عملیات ترسره کړې، چې په نتيجه كښې ئې 9 خوارجي وژلې شوي او 8 نور نیولې شوي دي۔ د اتوار په ورځ د اېس پي آر لخوا جاري شوې اعلامیې له …
په مالاکنډ ضلع كښې د امنیتي ځواکونو د پولیس، لیویز، سی ټی ډی او ضلعی انتظامیې سره په څلور ورځني شريك عملياتو كښې 9 خوارجي ووژل شول٬ 8 ونیولې شول

مزید خبریں
پينډۍ 20 جولائي (اے پي پي) امنیتي ځواکونو د د كال 2025 د جولائی 16 نه تر 20 جولائي د پولیس، لیویز، سي ټي ډي او ضلعي انتظاميې سره په ګډه په مالاکنډ ضلع كښې په استخباراتي معلوماتو اډانه عملیات ترسره کړې، چې په نتيجه كښې ئې 9 خوارجي وژلې شوي او 8 نور نیولې شوي دي۔ د اتوار په ورځ د اېس پي آر لخوا جاري شوې اعلامیې له مخې دا عملیات د بهارتي ايجنټ تنظيم “فتنۃ الخوارج” سره تعلق لرونكو خوارجو شته والي په اطلاع ترسره شوي۔ د څلورو ورځو په دغو عملیاتو کښې پوځ په مهارت سره د خوارجو پټن ځایونه ولقه كښې واخستل او په ښه ډول ئې په نښه كړل ۔د سختو او پرله پسې ډزو نه پس د هند په ملاتړ کار کوونکي 9 خوارجي وژلې شوي او 8 نور نيولې شوي ۔د خوارجو دوه پټن ځایونه هم هم تباه كړې شوي او هغوي څخه لوی مقدار كښې وسله ، ګوله بارود او چاودیدونکي توکي ترلاسه شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې د سیمې ځایي خلکو دغه عملیات ستائیلي او د ترهګرۍ په ضد د رياست د هڅو ئې بشپړ ملاتړ کړې۔ په سیمه کشې د نورو خوارجو د موجودګۍ خدشے ترمخه كلئيرنس عمليات روان دي ۔آئي اېس پي آر وئیلي چې امنیتي ځواکونه او قانون نافذ كونكي ادارې د ټول ولس په ملګرتيا د هند په ملاتړ كښې د ترهګرو ختمولو لپاره لوظي دي۔










