وزیراعظم شهباز شریف په مالاکنډ كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په شريك كامياب عملياتو پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام اباد 20 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په مالاکنډ ضلع كښې د فتنۃ الخوارج ترهګرو د ضد په كامياب عملیاتو پاك پوځ، پولیس ، لیویز، کاؤنټر ټیررزم ډیپارټمنټ او ضلعي انتظاميې ته پيرزوئنې وړاندې كړي ۔ د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه ج اري شوې بيان له مخې وزیراعظم د كامياب کارروایۍ په نتيجه كښې د فتنۃ الخوارج 9 ترهګرو په …

اسلام اباد 20 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په مالاکنډ ضلع كښې د فتنۃ الخوارج ترهګرو د ضد په كامياب عملیاتو پاك پوځ، پولیس ، لیویز، کاؤنټر ټیررزم ډیپارټمنټ او ضلعي انتظاميې ته پيرزوئنې وړاندې كړي ۔ د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه ج اري شوې بيان له مخې وزیراعظم د كامياب کارروایۍ په نتيجه كښې د فتنۃ الخوارج 9 ترهګرو په وژلو امنیتي ځواکونو او مرستندویه ادارو ستائنه وکړه۔وزیراعظم ووئیل چې د ترهګرو په ضد دا كامياب عملیات د بېلا بېلو ادارو ترمنځه د همغږۍ یوه ښه مثال دے ۔ ده ووئيل چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول ولس د امنیتي ځواکونو سره ولاړ دے او د هېواد څخه د هر ډول ترهګرۍ ختمولو له لوظي يو۔

مزید خبریں