پينډۍ 20 جولائي (اے پي پي) امنیتي ځواکونو په قلات كښې د عملیاتو په ترڅ کښې د فتنۃ الهندوستان 4 ترهګر وژلي دي۔د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوې اعلامیې له مخې د جولائی د 19مې او 20مې نيټي په شپه امنیتي ځواکونو د بلوچستان په قلات ولسوالۍ کښې د استخباراتي معلوماتو په بنياد عملیات وکړل، چرته چې د هند ايجنټ تنظيم "فتنۃ الهندوستان" د …
امنيتي ځواكونو په قلات كښې عملیات٬ د فتنۃ الهندوستان 4 ترهګر ووژل شول

مزید خبریں
پينډۍ 20 جولائي (اے پي پي) امنیتي ځواکونو په قلات كښې د عملیاتو په ترڅ کښې د فتنۃ الهندوستان 4 ترهګر وژلي دي۔د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوې اعلامیې له مخې د جولائی د 19مې او 20مې نيټي په شپه امنیتي ځواکونو د بلوچستان په قلات ولسوالۍ کښې د استخباراتي معلوماتو په بنياد عملیات وکړل، چرته چې د هند ايجنټ تنظيم “فتنۃ الهندوستان” د ترهګرو د شتون اطلاع وه۔د عملیاتو په نتيجه كښې ځواکونو د ترهګرو پټن ځائی په ښه ډول په نښه كړو او په يو بل ئې ډزي وكړي دې نه پس د هند په ملاتړ کار کوونکي څلور ترهګر وژل شوي۔د ترهګرو څخه وسلې او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي۔ دا ترهګر په سیمه کښې په ګڼو ترهګریزو هلو ځلو كښې ككړ وو۔ په سیمه کښې د نورو ترهګرو د شتون له ویرې عملیات لا هم روان دي۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاکستان امنیتي ځواکونه هېواد كښې د هند په ملاتړ كښې كار كونكي ترهګرو ختمولو له لوظي دي او د دې غزم پخلې كوي چې ترهه ګرغ كښې ككړ عناصر به قانون سره مخ كولې شي۔










