اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق د پاكستان والی بال ټیم ته د چيمپئن په جوړيدو مباركي وركړه او د هغوي كوچز ، د ټیم منيجمنټ او ټول ټیم ته یې په ښه كاركردګۍ پيرزوئنې وړاندې كړي ۔د قومي اسمبلۍ سپیكر ميډيا سيل د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان كښې د قومي اسمبلۍ سپیكر د والی بال ټیم لپاره …
د قومي اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق د پاكستان والی بال ټیم ته په چيمپئن جوړيدو مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق د پاكستان والی بال ټیم ته د چيمپئن په جوړيدو مباركي وركړه او د هغوي كوچز ، د ټیم منيجمنټ او ټول ټیم ته یې په ښه كاركردګۍ پيرزوئنې وړاندې كړي ۔د قومي اسمبلۍ سپیكر ميډيا سيل د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان كښې د قومي اسمبلۍ سپیكر د والی بال ټیم لپاره د نيكو هیلو څرګندونه كولو سره ووئيل چې د پاكستاني لوبغاړو ښه كاركردګي د ولس لپاره د فخر خبره ده ۔ د ه ووئيل د والی بال ټیم په د ټیم ورك ، هڅو او جذباتو سره كاميابي ترلاسه كړي او په بېلا بېلو لوبو كښې د پاكستان ځوانانو لوبغاړو پرله پسې كاميابي د ستائني وړ ده ۔د قومي اسمبلۍ سپیكر ووئيل دا د لوے څښتن خاص مهرباني ده چې پاكستاني ځوانان په هر ډګر كښې پرله پسې د هېواد نوم روښانه كوي ۔ ده ووئيل د هېواد او ولس نوم روښانه كوونكي د ولس اتلان دي۔ ده ووئيل چې دا ډول كاميابۍ د ځوانانو لپاره د ډاډ وړ او لارښوونې ذريعه ده او په والی بال كښې د پاكستاني ټیم بریا د لوبو د پرمختګ لپاره خوشبينه ده۔










