د سندھ مدرسة الاسلام يونيورسټۍ په شپږم كانووكېشن كښې 376 ګرېجوېټس له سندونه وركړے شول

کراچۍ 17 جولائي (اے پي پي) د سندھ مدرسة الاسلام يونيورسټۍ په شپږم كانووكېشن د زيارت په ورځ په ځائي هوټل كښې وشو چې پكښې376 ګرېجوېټس سله سندونه وركړے شوي۔ د پوهنتون 6م كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاہ ووئيل دا پوهنتون يوازې يو پوهنتون نه دے دا زمونږ د وياړ علامت دے كوم چې د قائداعظم محمد علي جناح او د نورو لوړو …

کراچۍ 17 جولائي (اے پي پي) د سندھ مدرسة الاسلام يونيورسټۍ په شپږم كانووكېشن د زيارت په ورځ په ځائي هوټل كښې وشو چې پكښې376 ګرېجوېټس سله سندونه وركړے شوي۔ د پوهنتون 6م كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاہ ووئيل دا پوهنتون يوازې يو پوهنتون نه دے دا زمونږ د وياړ علامت دے كوم چې د قائداعظم محمد علي جناح او د نورو لوړو شخصياتو مورنۍ علمي مېكده هم ده ٬ دا 140 كلنه زوړ ميراث چې بنياد ئې خان بهادر حسن علي آفندي اېښودے مونږ د زيركتيا٬ حوصلې او اولسي خدمات اقدارو څخه متاثره كوي۔ په دې موقع ده ووئيل د پوهنتون فارغ التحصيل زده كوٶنكو لپاره عظيمه ورځ ده٬ ده زده كوٶنكو ته ووئيل “دا ستاسو ورځ ده”۔ وزيراعلٰې د پوهنتون وائس چانسلر، فيکلټۍ، عملې او د اېس اېم آئي يو وړٶمبي پي اېچ ډي ډاکټر عبداللہ ايوب خان له مباركي هم وركړه۔ په دې موقع د سندھ ګورنر کامران ټيسوري هم دستورې ته وېنا وكړه او زده كوٶنكو ٬ د هغوي مور او پلار سره سره يې د پوهنتون وائس چانسلر، استاذانو او انتطاميه له په كامياب كانووكېشن مباركي وركړه۔ په دې موقع د پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر مجيب صحرائي هم وېنا وكړه۔ د کانووکيشن په پائې كښې ګورنر کامران ټيسوري او وزيراعليٰ سيد مراد علي شاہ د پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر مجيب صحرائي، د اېچ اي سي سنده چيئرمېن ډاکټر طارق رفيع او د سي آئي اي سي چيئرمين ډاکټر سروش حشمت لودھي د پوهنتون د بېلا بېلو څانګو 376 ګرېجوېټس له سندونه وركړل۔ په دې موقع په كراچۍ كښې د تركيه قونصل جنرل جمال سانګو او وفاقي انشورنس محتسب سيد ممتاز علي شاہ ته شيلډ او د سندھ وزيراعلٰې له د پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر مجيب صحرائي سووينئر وركړو۔

مزید خبریں