مسلم ليګ (ن) د سېنېټ اقليتي چوكۍ څخه د جمعيت علماء اسلام په حق كښئ لاس پسر شو۔ امير مقام

پېښور 17 جولائي (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې مسلم ليګ (ن) د سېنېټ اقليتي چوكۍ څخه د جمعيت علماء اسلام په حق كښئ لاس په سر شوے۔ د زيارت په ورځ د صوبائي الېكشن كمېشن نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل مسلم ليګ (ن) او د جمعيت علماء اسلام ترمېنځه په اقليتي چوكۍ د قرعه اندازۍ په ځاے په مشاورت پرېكړه …

پېښور 17 جولائي (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې مسلم ليګ (ن) د سېنېټ اقليتي چوكۍ څخه د جمعيت علماء اسلام په حق كښئ لاس په سر شوے۔ د زيارت په ورځ د صوبائي الېكشن كمېشن نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل مسلم ليګ (ن) او د جمعيت علماء اسلام ترمېنځه په اقليتي چوكۍ د قرعه اندازۍ په ځاے په مشاورت پرېكړه شوې٬ دا پرېكړه د وزيراعظم شهباز شريف او مولانا فضل الرحمان په موجودګۍ كښې د دواړو وندونو ترمېنځه په مشاورت وشوه ۔ ده ووئيل مسلم ليګ دې چوكۍ څخه د جميعت علماء اسلام په حق كښې دستبردار شو او ګوند د مقابلې نه غېر انتخابات لپاره قرباني وركړه دغسې چې په صوبه كښې د اغستو او خرڅولو تور ختم شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حکومتي ګوند سره په فارموله خبره ضرور شوې خو په دې لړ كښې حتمي پرېكړه نه ده شوې ۔ ده ووئيل اوس بال د حكومتي ګوند په كورټ كښې دے۔

مزید خبریں