کوئټه۔ 17 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر عبد الخالق اچکزئی وئيلي دي په قلات ٬ نيمرغ سيمه كښې په مسافر كوچ ډزې د انسانيت په ضد فعل دے ٬ د بې ګناه وګړو وژنه د ښكاره درندګۍ تر ټولو بد مثال دے۔ ده ووئيل دې ډول پېښو سره د قام حوصلې كمزورې كېدې نه شي٬ مونږ د دښمنانو د دا ډول سازشونو په ضد يو موټے يوو۔ …
د بې ګناه وګړو وژنه د ښكاره درندګۍ تر ټولو بد مثال دے: عبد الخالق اچكزئي

مزید خبریں
کوئټه۔ 17 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر عبد الخالق اچکزئی وئيلي دي په قلات ٬ نيمرغ سيمه كښې په مسافر كوچ ډزې د انسانيت په ضد فعل دے ٬ د بې ګناه وګړو وژنه د ښكاره درندګۍ تر ټولو بد مثال دے۔ ده ووئيل دې ډول پېښو سره د قام حوصلې كمزورې كېدې نه شي٬ مونږ د دښمنانو د دا ډول سازشونو په ضد يو موټے يوو۔ په خپل بيان كښې سپيكر عبد الخالق اچکزئی غوښتنه وكړه چې په ترهګرۍ كښې ككړ عناصر دې قانون سره مخ كړې شي۔ سپيكر په حق رسېدليو له د بخښنې دعا كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل د دښمن مقصد د بلوچستان امن له مينځه وړل دي په كوم كښې به چې هغوي كامياب نه شي










