پينډي17 جولائي (اے پي پي ) په غبرګونو ښارونو كښې د تېرو 15 ساعتو څخه پرله پسې تېز باران ورېږي ۔ د واسا وياند تر مخه د موسمیات محكمې غبرګونو ښارونو كښې په مجموعي توګه د 230 ملي میټر نه زيات باران ریکارډ کړے شوے ۔ د باران په موجوده صورتحال د واسا منیجنګ ډائریکټر محمد سلیم اشرف ووئېل د پڼډۍ واسا هائې الرټ ده ۔رین ایمرجنسي نافذ ده اوعمله …
پينډۍ كښې 15 ساعته څخه پرله پسې باران ورېږي ، د رین ایمرجنسي نافذولو اعلان

مزید خبریں
پينډي17 جولائي (اے پي پي ) په غبرګونو ښارونو كښې د تېرو 15 ساعتو څخه پرله پسې تېز باران ورېږي ۔ د واسا وياند تر مخه د موسمیات محكمې غبرګونو ښارونو كښې په مجموعي توګه د 230 ملي میټر نه زيات باران ریکارډ کړے شوے ۔ د باران په موجوده صورتحال د واسا منیجنګ ډائریکټر محمد سلیم اشرف ووئېل د پڼډۍ واسا هائې الرټ ده ۔رین ایمرجنسي نافذ ده اوعمله و لويه مشینري په اوبه ځنو سيمو كښې تعینات ده ۔ دغسې ناله ليئ كښې د اوبو كچه په تندۍ سره بره كېږي ۔ د کټاریا په مقام 20 فټه او ګوالمنډۍ پل باندې د اوبو بهېدنه 19 فټ ده ۔ د واسا ایم ډي ووئېل د اوبه ځنو سيمو استوګنو ته خواست دے چې د كورونو نه غیر ضروري نه اوځي ۔دغسې وګرو ته اپیل دے چې د ناله ليئ او خوړونو خوا له نه ورځي ۔










