فېصل آباد۔ 17 جولائی (اے پی پی) په فېصل آباد كښې د باران دلاسه د يو كور د چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې دوه كوچنيان مړه او خاوند او مېرمن ژوبل شوي دي۔ د تفصیلات له مخې په علامه اقبال كالوني ٬ سمندري روډ د يو كور د چھت پريوتو پېښه كښې دوه كوچنيان مړه او خاوند او مېرمن ژوبل شوي۔ ریسکیو چارواكو وئيلي دي چې په پېښه كښې …
فیصل آباد كښې د باران د لاسه د چھت پريوتو پيښه ٬ دوه كوچنيان مړه ٬ خاوند او ميرمن ژوبل

مزید خبریں
فېصل آباد۔ 17 جولائی (اے پی پی) په فېصل آباد كښې د باران دلاسه د يو كور د چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې دوه كوچنيان مړه او خاوند او مېرمن ژوبل شوي دي۔ د تفصیلات له مخې په علامه اقبال كالوني ٬ سمندري روډ د يو كور د چھت پريوتو پېښه كښې دوه كوچنيان مړه او خاوند او مېرمن ژوبل شوي۔ ریسکیو چارواكو وئيلي دي چې په پېښه كښې 17 كلن ابن خالد او 11 كلن مصيب حسين په حق رسېدلي دي۔ په دغه پېښه كښې 50 كلن خالد او 45 كلنه فرحانه او 12 كلنه شانزه ژوبل شوې ده۔ دا پېښه د يو كور په دويم منزل د كمرې چھت پرېوتو په نتيجه كښې رامخې ته شوه۔ رېسكيو ډلې د ملبې لاندې ګېر شوي كسان خپل پېشه ور مهارت سره راوويستل ۔ ژوبل شوو لپاره يۍ ابتدائي طبي مرسته برابر كړه او په حق رسېدلي يۍ ډی اېچ کیو روغتون فېصل آباد ته منتقل كړل۔










