پېښور16 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا محتسب سيد جمال الدين شاه وفاقي محتسب اعجاز احمد قريشي ته د خېبر پښتونخوا د كاركردګۍ كلن رپورټ وړاندې كړو۔ د ملاقات په مهال د اولسي شكايتونو په لرې كولو ٬ د ادارو كاركردګۍ په ښه كولو او د همكارۍ په اړوندو بېلو چارو خبرې وكړې۔ د خېبر پښتونخوا د محتسب وېنا وه چې د اولسي مسئلو حل كول او سمدستي انصاف …
وفاقی محتسب ته د خيبر پښتونخوا د كاركردګۍ كلن رپورټ وړاندې كړے شو

مزید خبریں
پېښور16 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا محتسب سيد جمال الدين شاه وفاقي محتسب اعجاز احمد قريشي ته د خېبر پښتونخوا د كاركردګۍ كلن رپورټ وړاندې كړو۔ د ملاقات په مهال د اولسي شكايتونو په لرې كولو ٬ د ادارو كاركردګۍ په ښه كولو او د همكارۍ په اړوندو بېلو چارو خبرې وكړې۔ د خېبر پښتونخوا د محتسب وېنا وه چې د اولسي مسئلو حل كول او سمدستي انصاف رسول زما اولنۍ ترجيح ده۔ د شكايتونو عمل آسان او فعاله جوړولو له د ټېكنالوجي كارول هم زيات شوي دي۔ وفاقي محتسب د خېبر پښتونخوا د محتسب اقدامات ستائېلو سره ووئيل اولس ته انصاف رسول يوه قامي ذمه واري ده او د خېبر پښتونخوا د دفترونو كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ په دې موقع دواړو محتسبينو په راتلونكي كښې همكارۍ په لا ښه كولو موافقت وكړو










