د پشكال بارانونو كښې تر اوسه 77 وګړي مړه ، 214 ژوبل شول ، پي ډي ایم اے

لاهور۔16جولائي(اے پي پي) پي ډي ایم اے پنجاب كښې د پشكال بارانونو د زيان په اړه راپور جاري کړے دے ٬ د كوم تر مخه چې سږ كال د پشكال بارانونو کښې په رامخې ته شوو پیښو كښې 77 وګړي په حق رسېدلي او 214 ژوبل شوي دي۔ د پي ډي ایم اے وياند تر مخه د بارانونو د لاسه 74 كورونه ځپلې شوي او 6 څاروي مړه شوي۔ په …

لاهور۔16جولائي(اے پي پي) پي ډي ایم اے پنجاب كښې د پشكال بارانونو د زيان په اړه راپور جاري کړے دے ٬ د كوم تر مخه چې سږ كال د پشكال بارانونو کښې په رامخې ته شوو پیښو كښې 77 وګړي په حق رسېدلي او 214 ژوبل شوي دي۔ د پي ډي ایم اے وياند تر مخه د بارانونو د لاسه 74 كورونه ځپلې شوي او 6 څاروي مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د پشكال بارانونو كښې 27 وګري په حق رسېدلي او 46 ژوبل شول۔ ډائرېكټر جنرل پي ډي ایم اے عرفان علی کاټھیا ووئېل د پنجاب وزیراعلی په سپارښتنه ژوبل شوو ته غوره طبي مرسته وركرې كېږي ۔د پنجاب حکومت پالیسۍ تر مخه د حق رسېدلو كسانو كورنيو ته هم مرسته وركرې كېږي ۔ ډي جي پي ډی ایم اے ووئېل وګړو ته خواست دے چې د بارانونو تر مخه احتیاطي تدابیر اختیار کړي۔ په زړو كورونو كښې بيخي مه اوسېږي ځكه چې كمزورو ودانيو او بامونو لوېدلو څخه زيات مرګونه شوي دي۔ ده ووئېل د ماشومانو خيال ساتې او دوي د بجلۍ د تارونو٬ ستنو او اوبه ځنو سيمو نه لرې اوساتئ

مزید خبریں