يونيورسټي لاﺀ كالج كوئټه كښې د سي ايس ايس او پي سي ايس په امتحانات كښې د 7 كاميابو زده كوونكو په درناوي كښې دستوره

كوئټه۔ 15 جولائي (اے پي پي) په يونيورسټي لاﺀ كالج بلوچستان پوهنتون كښې په اوسنو د مقابلې په امتحانات سي ايس ايس او پي ايم ايس كښې ښكاره كاميابي تر لاسه كوونكو د پوهنتون پخوانو ګرېجوېتس ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره يوه دستوره وشوه۔ په دغه زده كوونكو كښې سدره اصغر ٬ عبدالعلي كاكړ٬ جهانزېب بلوچ ٬ امتياز احمد لانګو ٬ عامر اسحاق ٬ عبدالحسيب اچكزئۍ او علي عظيم شامل …

كوئټه۔ 15 جولائي (اے پي پي) په يونيورسټي لاﺀ كالج بلوچستان پوهنتون كښې په اوسنو د مقابلې په امتحانات سي ايس ايس او پي ايم ايس كښې ښكاره كاميابي تر لاسه كوونكو د پوهنتون پخوانو ګرېجوېتس ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره يوه دستوره وشوه۔ په دغه زده كوونكو كښې سدره اصغر ٬ عبدالعلي كاكړ٬ جهانزېب بلوچ ٬ امتياز احمد لانګو ٬ عامر اسحاق ٬ عبدالحسيب اچكزئۍ او علي عظيم شامل وو۔ د دستورې خاص مېلمه وائس چانسلر پروفېسر داكټر ظهور احمد بازئۍ ؤ او په نورو مېلمنو كښې اسپېشل سېكرټري اسكول ايجوكېشن عبدالسلام اچكزئۍ ٬ پروفېسر داكټر سميع الله اچكزئۍ او نور شامل وو۔ دستوره كشې وائس جانسلر كاميابو اميدوارانو له مباركي وركړه۔ ده ووئېل دا زده كوونكې نه يوازې د ادارې وياړ دے بلكې د ځوانانو لپاره هم د لارې مشالونه دي۔ ده د مېرټ په وده او په محنت كولو زور راوړو۔ دغسې اسبېشل سېكرټري عبداسلام اچكزئۍ د كاميابو شوو زده كوونكو كاميابي د بلوچستان سرمايه وګرځوله ٬ ده ووئېل د دوي كاميابۍ به د نورو زده كوونكو لپاره د ډاډ ور مثال وګرځي۔ د دستورې په آخر كشې كاميابو شوو زده كوونكو له خاص مېلمه اسناد وركړل۔ پرنسبل لاﺀ كالج عصمت الله كاكړ د ګرانو مېلمنو ٬ د فېكلټۍ غړو ٬ د پخوانو ګرېجوېتس او د اسټاف مننه كولو سره ووئېل بيا به هم اداره داسې دستورې راوجوړوي د كومو د لارې به چې د زده كوونكو ډاډ ګېرنه اوشي۔

مزید خبریں