اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د خېبر پښتونخوا، پنجاب، کشمير، ګلګت بلتستان، اسلام آباد او شمالي ختيز/سوئيلي بلوچستان او بره سندھ كښې په زياتره سيمو كښې سيلۍ سره د باران ورېدو امكان دے٬ په دې موقع اسلام آباد، خېبر پښتونخوا، کشمير ، پنجاب او شمالي ختيز بلوچستان كښې د سخت باران امكان دے٬ د هېواد په نورو سيمو كښې د ګرم او …
د خېبر پښتونخوا، پنجاب او اسلام آباد پشمول د هېواد په زياتره برخو كښې د باران امكان دے

مزید خبریں
اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د خېبر پښتونخوا، پنجاب، کشمير، ګلګت بلتستان، اسلام آباد او شمالي ختيز/سوئيلي بلوچستان او بره سندھ كښې په زياتره سيمو كښې سيلۍ سره د باران ورېدو امكان دے٬ په دې موقع اسلام آباد، خېبر پښتونخوا، کشمير ، پنجاب او شمالي ختيز بلوچستان كښې د سخت باران امكان دے٬ د هېواد په نورو سيمو كښې د ګرم او تاٶجن موسم امكان دے۔ د موسميات څانګې له مخې د 15 نه تر 17 جولائي په مهال د سختو بارانونو په سبب چترال، دير، سوات، شانګله، مانسهره، مري، ګليات، کوهستان،ايبټ آباد، بونير، صوابۍ، نوښار، مردان، اسلام آباد/پېنډۍ، ډي جي خان، شمالي ختيز/بره پنجاب، شمالي ختيز بلوچستان او کشمير كښې په ځائي خوړونو كښې د سېلاب خبردارے دے٬ د سختو بارانونو په سبب خېبرپښتونخوا، مري، ګليات، کشمير او په ګلګت بلتستان كښې د لينډ سلائيډنګ په سبب د ټرافېك نظام د متاثره كېدو هم خطر دے۔










