د نبي عليه السلام سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دے ٬ ځوان كُول عصري تعليم سره سره د سيرت النبي اصولو څخه خبرول د وخت مهم ضرورت دے: پروفيسر احسن اقبال

لاهور۔12جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې د نبي عليه السلام سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دے ٬ ځوان كُول عصري تعليم سره سره د سيرت نبوي اصولو څخه خبرول هم د وخت مهم ضرورت دے٬ زده كړو او څېړنې څخه لرې پاتې كېدل د مسلمانانو د زوال تر ټولو لوے سبب دے۔ د دې خيالاتو …

لاهور۔12جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې د نبي عليه السلام سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دے ٬ ځوان كُول عصري تعليم سره سره د سيرت نبوي اصولو څخه خبرول هم د وخت مهم ضرورت دے٬ زده كړو او څېړنې څخه لرې پاتې كېدل د مسلمانانو د زوال تر ټولو لوے سبب دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په سیرت سنټر لاهور كښې د دوه ورځني تربيتي وركشاپ اختتامي سېشن ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د يو وي اے اېس وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر رانا اېم یونس ، د يونيورسټي آف ګجرات پخوانے وي سي ډاکټر نظام الدین ، د يونيورسټي آف سرګودها پخوانے وي سي ډاکټر اېم اکرم چوهدری،ډاکټر ضیاء الحق، د بېلو پوهنتونو استاذان ٬ مذهبي اسكالران او ميډيا نمائندګان موجود وو۔ احسن اقبال ووئيل د مسلمانانو تر ټولو لويه سرمايه سيرت النبي (ص) دے۔ ده ووئيل يو دور ؤ مسلمانانو به نړۍ له زده كړو او څيړنې څخه خبر ساتله ولې د بده مرغه اوس مسلمان د علم او څېړنې په څانګه كښې وروستو پاتې شوي دي او ددې سبب د نبي علېه السلام تعليماتو څخه لرې پاتې كېدل دي۔ ده ووئيل ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه ده ٬ دوئي به د زده كړو په كالو سنګارول وي۔ ده ووئيل د بده مرغه دوه نيم كروړه ماشومان سكولونو څخه بهر دي۔ حكومت د دوئي سكولونو ته راوستلو له ټول وسائل كاروي۔ ده ووئيل د نبي عليه السلام سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دے ٬ ځوان كُول عصري تعليم سره سره د سيرت نبوي اصولو څخه خبرول هم د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل د مدينې رياست په څير يو فلاحي ٬ سپېځلې او انصاف اډانه ټولنه جوړولو له به مونږ له د نبي كريم (ص) تعليمات د ژوند برخه جوړول وي۔ ده زياته كړه چې د سیرت سنټر په څير ادارې په ټولنه كښی د فكري ٬ اخلاقي او روحاني تربيې مهمه ذريعه ده۔ ده ووئيل د دې سنټر مقصد د نبي علېه السلام سيرت څخه په ماخوذ موضوعاتو تحقيق او تعليم ته وده وركول او په خاص توګه مېرمنو لپاره د تعليم موقعې زياتول دي۔ ده ووئيل د دې منصوبې لاندې به د سيرت النبي حوالې سره 9 مرکزی موضوعاتو ته خاص پاملرنه كولې شي او په پبلک یونیورسټیز كښې به 9 چیئرز جوړولې شي په كومو كښې چې عقیدہ او فرقه وارانه هم آهنګي ٬ قیادت و حکمرانی، انسانی حقوق او سماجی انصاف، د کاروبار او تجارت حقونه ٬ د تعلیم او علم پائیدار ترقی، سماجی بهبود، صنفی مطالعه او د مېرمنو حقونه او نړيوال امن شامل دے۔ د دستورې په پايه كښې په وركشاپ كښې ګډون كوونكو ته سرټیفکېټس او خاص مېلمه ته يادګاري شيلډ وړاندے كړے شو۔

مزید خبریں