سیالکوټ۔12جولائی(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف د خالي په ورځ د ډي پي او آفس سيالكوټ دوره وكړه چرته چې هغه ته د سيالكوټ ډي پي او فيصل شهزاد او د سېف سټي آپرېشنز كمانډر ساجد حمید ورک تود هركلے ووے۔ د دورې په مهال د دفاع وزير ته په آپرېشنز مانیټرنګ سنټر سېف سټی كښې د پوليس عصري تګلارې ، سېف سټی پراجېکټ او د اولسي …
د وفاقي وزير خواجه آصف د ډي پي او آفس سيالكوټ دوره ٬ د سيف سټي پراجيكټ او نوې پوليسنګ اقدامات ستائنه

مزید خبریں
سیالکوټ۔12جولائی(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف د خالي په ورځ د ډي پي او آفس سيالكوټ دوره وكړه چرته چې هغه ته د سيالكوټ ډي پي او فيصل شهزاد او د سېف سټي آپرېشنز كمانډر ساجد حمید ورک تود هركلے ووے۔ د دورې په مهال د دفاع وزير ته په آپرېشنز مانیټرنګ سنټر سېف سټی كښې د پوليس عصري تګلارې ، سېف سټی پراجېکټ او د اولسي آسانيو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ ډی پی او فېصل شهزاد ووئيل چې د وزیراعلیٰ مریم نواز شریف د وېژن له مخې سیالکوټ پولیس په عصري ټېكنالوجۍ اډانه آرټیفیشل انټیلېجنس سسټمز، سنېپ چېکنګ او نور عصري اقدامات معارفي كړې دي چې ورسره په ضلع كښې د جرمونو شرح كمه شوې ده۔ د دفاع وزير د خپلې دورې په موقعه په پوليس لائنز كښې د پاكستان اولني ډرائیو تھرو پولیس خدمت مرکز په كوم چې كار روان دے معائنه هم وكړه چرته چې وګړي له ګاډي كوزېدو پرته 14 مهم پوليس سهولتونه ترلاسه كولې شي۔ د دورې په پايه كښې خواجه آصف د ډی پی او فېصل شهزاد او د هغه د ډلې د كاركردګۍ ستائنه وكړه او باور يۍ وركړو چې د پنجاب حكومت به سيالكوټ يو محفوظ ٬ عصري او پرمختګ كړے ښار جوړولو له ټول ضروري وسائل برابر كړي۔










