فيصل كريم كنډي سره د نديم افضل چن ملاقات ٬ په روانه سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه

پېښور۔ 12 جولائی (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خالي په ورځ د پي پي پي د اطلاعاتو مركزي سيكتر نديم افضل چن په پېښور كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې په هېواد او په خاص توګه په صوبه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر پبلک ریلېشنز آفیسر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات …

پېښور۔ 12 جولائی (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خالي په ورځ د پي پي پي د اطلاعاتو مركزي سيكتر نديم افضل چن په پېښور كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې په هېواد او په خاص توګه په صوبه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر پبلک ریلېشنز آفیسر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پي پي پي د اطلاعاتو صوبائي سېكتر امجد آپريدي په شمول نور لارښود هم موجود وو۔ په دې مهال په هېواد كښې او په خاص توګه په صوبه كښې په روانه سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ لارښودو ددې عزم څرګندونه وكړه چې پيپلز ګوند د جمهوريت استحكام او په هېواد كښې د آئين او قانون سرلوړۍ له كار كوي۔ په ملاقات كښې په آپرېشن بنیان مرصوص كښې كاميابۍ څخه وروستو په نړيواله كچه په سفارتي محاذ د پاكستان مقدمه په غوره ډول وړاندې كولو چیئرمېن بلاول بھټو زرداری ته د عقيدت پېرزوئنې هم وړاندې كړې شوې۔

مزید خبریں