نوابزاده جمال رئيساني د تش لاسي مسافرو د وژنې غندنه وكړه ٬ دا بريد د انسانانو په ځانونو نه د بلوچستان په امن ٬ غېرت ٬ او اتحاد ښكاره وار دے

كوئټه۔11 جولائي (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال رئيساني په لورالائي كښې د تش لاسي مسافرو د وژنې پیښې غندنه كولو سره بريد په انساني ځانونو نه د بلوچستان په امن او اتحاد ښكاره وار ګرځولے دے ٬ د بلوچستان او پاكستان خلاف د هر سازش په وړاندې به لكه د پولادو ولاړ يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپل د غندنې بيان …

كوئټه۔11 جولائي (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال رئيساني په لورالائي كښې د تش لاسي مسافرو د وژنې پیښې غندنه كولو سره بريد په انساني ځانونو نه د بلوچستان په امن او اتحاد ښكاره وار ګرځولے دے ٬ د بلوچستان او پاكستان خلاف د هر سازش په وړاندې به لكه د پولادو ولاړ يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپل د غندنې بيان كښې وكړه۔ نوابزاده جمال رئيساني ووئېل بې ګناه او تش لاسو مسافرو د بسونو نه كوزول او وژل د فتنه هندوستان بزدلانه او سفاكانه كاروائي ده۔ دا بريد د انسانانو په ځانونو نه د بلوچستان په امن ٬ غېرت ٬ او اتحاد ښكاره وار دے۔ ده ووئېل دا واضحه كړم چې مونږ به د هر سازش په وړاندې لكه د فولادو دېوال اودرېږو۔ دا خاروه د هېواد سره د مينې لرونكو ده او وي به ۔ ده دعا وكړه لوي څښتن دې شهيدانو له لوړې درجې او كورنيو له صبر وركړي

مزید خبریں