بلوچستان كښې د شهيدو شوو د پنجاب وګرو مړي د ډېره غازي خان انتظاميه ته وسپارلې شول

ډېره غازي خان۔ 11 جولائي(اے پي پي) بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ يوه زړه ورانوكې پېښه رامخې ته شوې چې پكښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو د شناخت نه پس د پنجاب څخه تعلق لرونكې 9 مسافر دد بس نه په كوزولو شهيدان كړل ۔ د پیښې نه پس د شهيدو شوي مړي د كمشنر ډېره غازي خان په امر ډپټي كمشنر محمد عثمان او د باډر ملټري پوليس كمانډر …

ډېره غازي خان۔ 11 جولائي(اے پي پي) بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ يوه زړه ورانوكې پېښه رامخې ته شوې چې پكښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو د شناخت نه پس د پنجاب څخه تعلق لرونكې 9 مسافر دد بس نه په كوزولو شهيدان كړل ۔ د پیښې نه پس د شهيدو شوي مړي د كمشنر ډېره غازي خان په امر ډپټي كمشنر محمد عثمان او د باډر ملټري پوليس كمانډر محمد اسد خان چانډيه تر لاسه كړل او كوم چې بيا د انتظاميه په نګرانۍ كشې خپلو آباي كليو ته روان كړے شول۔ د شهيدانو تعلق د لاهور ٬ ګجرات٬ خانيوال٬ دنيا پور ٬ ډېره غزي خان ٬ چوك ثرېشي او د اټك څخه دے ۔ په شهيدانو كښې دوه سكه ورونړه جابر او عثمان د دنيا پور اوېدونكې هم شامل دي څوك چې د بلار په جنازه كښې ګډون كولو لپاره تللي وو۔ په نورو شهيدانو كښې محمد عرفان٬ صابر حسېن ٬ محمد آصف ٬ غلام سعيد ٬ محمد جنېد٬ محمد بلال او بلاول شامل دي۔

مزید خبریں