د خېبر پښتونخوا وزیراعلی په بلوچستان كښې د مسافرو په بس د بريد غندنه وكړه

پېښور 11 جولائی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور په بلوچستان كښې د مسافرو په بس د بريد سخته غندنه كولو سره پېښه كښې د 9 مسافرو په وژنه د غم دړد څرګندونه كړي ده ۔د پېښور وزیراعلیٰ هاوس د اړخه جاري بيان له مخې وزیراعلیٰ په پېښه كښې په حق رسيدليو كورنيو سره د غم دړد او يووالي څرګندونه وكړه او پېښه كښې په …

پېښور 11 جولائی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور په بلوچستان كښې د مسافرو په بس د بريد سخته غندنه كولو سره پېښه كښې د 9 مسافرو په وژنه د غم دړد څرګندونه كړي ده ۔د پېښور وزیراعلیٰ هاوس د اړخه جاري بيان له مخې وزیراعلیٰ په پېښه كښې په حق رسيدليو كورنيو سره د غم دړد او يووالي څرګندونه وكړه او پېښه كښې په حق رسيدليو بخښني او د كورنيو زغم له ئې دعا اوكړه۔وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور ووئيل د بے ګناہ مسافرو وژنه يو ناوړه اقدام دے۔د پېښي چې څومره هم غندنه وكړې شي لږه ده۔ده ووئيل صوبائی حکومت او د صوبې اولس د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك دے

مزید خبریں