كوئټه۔ 10 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخېل وئېلې دي مونږ د ټولو چېلنجونو باوجود د پوليو وائرس خاتمې له عزم لرو٬ خپل راروان نسلونه ټول عمري د معذورۍ نه ساتلو لپاره دا زمونږ قامي فرض دے ۔ ده ووئېل دلته په پشين ګېسټ هاوس كښې كوچني ته د پوليو مخ نيو څاڅكو په وركولو د كمپائن آغاز وكړے شو۔ ده ووئېل د پوليو غوندې د ناوړه ناروغتيا خاتمه اګر چه مشكل ده خو مونږ هر ممكن هڅې كوو۔ګورنر ووئېل په صوبه كښې د پوليو مخ نيوے 100 فيصد باوري كولو لپاره په جديد او تخليقي زاويه د كار كولو ضرورت دے ۔ ده ووئېل هېواد د پوليو څخه پاكول زمونږ قامي ذمه واري او فريضه ده د كومې لپاره چې مونږ له په يو نوي عزم سره د سنجيده اقداماتو ضرورت دے۔ ده مور او پار ته غږ وكړو چې خپل اولاد ټول عمري د معذورۍ نه ساتلو لپاره دوي ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركړئ۔